نړۍ

جرمني: له قطر سره په ګډه د افغان سولې لپاره کار کوو

نن ټکی اسیا (شنبه،۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د جرمني د بهرنيو چارو وزير ويلي، هېواد يې له قطر سره په ګډه هڅه کوي، د افغانستان سولې لپاره زمينه برابره کړي او روانه کشاله د خبرو له لارې پای ته ورسيږي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دا څرګندونې تېره ورځ په برلين کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدين رباني سره د خبرو پر مهال کړي دي.

جرمني رسنيو د صلاح الدين رباني له قوله ليکلي، د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د خونديتوب په شرط له طالبانو سره خبرو ته تيار دي.

هايکو ماس هم ويلي، د تېرو اتلس کلونو پر مهال د لږه‌  کيو سربېره په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په حالت کې ډېر پرمختګونه شوي دي او بايد وساتل شي.

صلاح الدين رباني او د جرمني د بهرنيو چارو وزیر په داسې حال کې د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي، چې نن یو ځل بيا په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو پيلېدونکی او د مذاکراتو په دغه پروسه کې ګډ حکومت ګوښه ساتل شوی دی.

د ګډ حکومت اتلس کلنې لاسته راوړنې څه دي؟

که څه هم د طالبانو او امریکا له خبرو دواړه لوري خوښ دي او هيله يې څرګنده  کړې، چې دغه مذاکرات به ډېره ښه پایله له ځان سره ولري، خو د ګډ حکومت چارواکي وخت پر وخت د اتلس کلنو لاسته راوړنو د خونديتوب په بهانه د روانو خبرو پر خلاف څرګندونې کوي.

د چارواکو په وينا د ښځو او ماشومانو حقوق، دیموکراسي، د رسنيو او بيان ازادي او ورته نورې خبرې اتلس کلنې لاسته راوړنې بلل کيږي، خو دا ډول  لاسته راوړنه تر ډېره له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او د امریکا په شتون کې لا هم له شپږ لکو زياتې مېرمنې کونډې دي، لکونو ښځې، ماشومان او سړي لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري، د بشري حقونو د څار سازمان د وروستي راپور پر اساس په چاپو، شپنيزو عملياتو او بمباريو کې د سړيو تر څنګ ښځې او ماشومان هم وژل کيږي، خو د ګډ حکومت چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

که امریکاواقعاًدافغانستان جوړیده غواړی خپل فوجونه دی له افغانستانه وباسی دجرمنی اوترکی فوج ترموجودیت لاندی دی یوعبوری حکومت چه مسلمانان وی اودملت قاتلان اومجرمان نه وی اوهیڅ قسم جنایی دوسیه نلری انتخابات وکی اوقدرت دی منتخب حکومت ته ورتسلیم کی چه فوج اوټول ملک په آرامه دحکومت ملاتړکوی نه داچه کمونسټ لادینه پرقدرت پاته سی لادینه حکومت هیڅکله افغان ملت نه قبلوی اونه به په افغانستان کی آرامی راسی،کم وخت چه اشرفغنی اول پرسرداقتدارراغلۍ مادټول افغنان ویب کی ورته ولیکل چه مسلمانان اوپاک نفسه کابینه دټولوولایتونوپه خوښه جوړه که کم وخت چه ده تښتیدلی خلکیان اوپرچمیان له یورپ اوامریکا راوغوښتل… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

دغه بی مغزومتفکراو دغه بیعقل ربابی څه شی د۱۸کالو د لاسته راوړنی بولی؟ غلا، فحشا، اختطاف، غصب، زورګوی، رشوت، اداری فساد، دارګ جنسی معاملی، سرکښی، بی عدالتی،…………….اونور.

جميل

اوه دا بګيلزاده بګيل اوس د مذاکراتو لپاره شرطونه ايږدی .
ای غلامه ! چی ټوله جرمن هم درسره مل شی د باداری امريکی د آخری پوځی تر تيښتی دمخه به تښتی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x