د دبۍ د باچا ښځه لندن ته تښتېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د دبۍ باچا شیخ محمد بن راشد آل مکتوم یوه ښځه د خپلو دوه اولادونو په ملتیا لندن ته تښتېدلی او د جرمني څخه یې سیاسي پناه غوښتې ده.

د برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل د خبر سره سم د دبۍ د باچا ښځه هیا بنت الحسین او دوه ماشومان الجلیله ۱۲ کلنه او زاید ۷ کلن لندن ته رسیدلي او هلته په یوه نامعلوم ځای کې پټ دي.

د ورځپاڼې د راپور سره سم د دوی سره په تېښته کې یوې جرمنۍ دیپلوماتي مرسته کړې او په جرمني کې يې د پناه ورکولو وعده هم ورکړې ده.

ورځپاڼې ویلي چې د متحده عرب اماراتو او جرمني تر منځ دیپلوماتیکه شخړه هم را منځته کیدای شي، او د دبۍ باچا ښځه د خپل میړه څخه د طلاق غوښتنه هم لري.

باید وویل شي چې د دبۍ باچا محمد بن راشد چې د متحده عرب اماراتو د باچا مرستیال او رئیس الوزراء هم دی، د کورنۍ، ښځو او اولادونو په اړه یې وخت نا وخته خبرونه د رسنیو سرټکي ګرځي.

څه موده تر مخه د محمد بن راشد یوې لور «لطیفه» یوه ویډیو پر ټولنیزو پاڼو خپره کړې وه چې په هغې کې د خپل کورني حالت څخه پرده پورته کړې وه او ویلي وه چې ددوی سره په قصرونو کې ډیر ناوړه چلند کیږي، بندیاني ساتل کیږي او رنګا رنګ بدني او روحي تعذیب ورکول کیږي. لطیفه چې د هندوستان تر ګوا ښاره په قاچاق تللې وه، له هغه ځایه یو ځل بیا ونیول شول او تر اوسه یې درک نشته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د مرحوم شیخ بن لادن څخه پښتنه وشوه چی تاسی خو مولتی میلونر multi millionair یاست او کولای شی چی خپل ارام ژوند په قصرونو کی تیر کڔی.
تاسی افغانستان کی څه کوی چی د یوه څادر سره د اونی لاندی ژوند کوی.
مرحوم شیخ په ځواب کی وویلو چی زه د خپل څادر سره د دغی ونی لاندی په ازاد افغانستان کی خوشحال یم نه په هغه قصرونو کی چی هلته زما ازادی سلب وی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ډوبی خپله د انګریز د هیواد یوه برخه ده منتهی لږ غوندی ګرمه ده.