ورزش

شاه محمود قریشي: افغان لوبډلې له پاکستان څخه کرېکټ زده کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې افغان لوبډلې له پاکستان څخه د کرېکټ زده کړه کړې ده.

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې رسنیو ته د خبرو پرمهال قریشي د افغانستان لوبډلې په اړه خپل نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه چې افغان لوبغاړي د پاکستان په تمریناتي کمپونو کې پاتې شوي او له پاکستانیانو څخه یې کرېکټ زده کړی.

د نړیوال جام په ترڅ کې نن د شنبې په ورځ افغان لوبډله د پاکستان پر وړاندې سیالۍ لري چې دغه سیالۍ پېل شوې او افغانستان لومړی توپوهنه کوي.

له دې وړاندې تېره ورځ د پاکستان چټک توپ اچونکي شعیب اختر پر افغان لوبغاړو تور پورې کړی و چې د پيښور او راولپنډۍ په کرېکټ کمپونو کې يې زده کړې کړي.

د پاکستان کرېکټ لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو په درشل کې ده، په دې لړ کې باید په ننۍ لوبه کې افغانستان او د بنګلدیش پر وړاندې بریا خپله کړي.

بل خوا افغان لوبډلې تر دې دمه په نړیوال جام کې کومه سیالۍ نه ده ګټلې، دوی به د خپلې لومړۍ بریا کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

د قریشی مطلب غلامی ده چی گویا کی افغانانو زمونژ څخه غلامی زده کڔه.
کرکټ د هندی برتانیا د یادلرانو لوبه ده نو ځکه هندی قومونه د خپل ex master پر لوبه ویاڔی.
افغانانو ته کرکت صرف یوه سرگرمی ده ولی پاکیانو ته بیا د عبادت او تعظیم مانا لری.
They are praising the lord player.
Praise be to the lord and the only lord who had created pakistan at the expense of afghan land and afghan
People.

اجمل

یار شینواریه: نن سبا ډیری ښی خبری کوی کور دی آباد.

اجمل

که افغانانو له داسو تورمخونه زده کړی وی بیا نو کونه هم ورته ټیګه کړی.

masoom afghan

داسې پاکستانیانو د ژوند کړه وړه له افغانانو زده کړي

عبدالله مجید وردک

پر دی شرمیدلی لوبه اصیل آزاد افغان باید وشرمیژی ، زکه دا د مریو لوبه ده ، هندو شه پری شکاری نه افغان !

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx