JINSEE TERI

د ولایتي شورا غړي زوی پر یوه ماشوم جنسي تیری کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کاپيسا ولایت چارواکي وايي چې ددغه ولایت د ولایتي شورا د غړي زوی پر یوه ماشوم هلک جنسي تیری کړی دی او بیا تښتېدلی دی.

د کاپيسا ولایت د پولیسو ویاند شایق شورش کوهستاني رسنیو ته ویلي چې پر ماشوم هلک جنسي تیری کوونکی مجرم تښتېدلی او دوی یې د نیولو په لټه کې دي.

نوموړي ویلي چې جنسي تجاوزګر د ولایتي شورا د یوه غړي زوی دی.

کوهستاني او نه هم نورو چارواکو تر اوسه د ولایتي شورا د هغه غړي نوم افشا کړی چې زوی یې پر ماشوم هلک جنسي تیری کړی او له سیمې په تیښته بریالی شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

بیا هم د۱۸کالو د لاسته راوړنو یوه بله نمونه.