نړۍ

اشرف غني: د افغاني موټر پر مخ به پاکستان د واګه بندر پرانیزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په پاکستان کې د افغان تاجرانو، محصلینو او مهاجرینو سره په ناسته کې وویل چې اسلام اباد ورته ویلي چې د هندوستان سره پر پوله د واګه بندر به د افغاني مالونو پر مخ خلاص وي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه ورته ویلي چې افغاني مالونه به له دې وروسته د افغانستان څخه هندوستان ته پر واګه بندر باندي تګ راتګ کولای شي.

نوموړی چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته تللی وو، هلته یې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او نورو جګپوړو سیاسي او دولتي چارواکو سره لیدلي دي.

باید وویل شي چې له ډیره وخته د افغانستان د تجارت او پانګونې اتاق ویلي چې افغان تاجران هند ته د پاکستان له لاري د تجارت په برخه کې د مشکلاتو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x