افغانستان

نيويارک ټايمز: طالبانو د خپل نظام اساسي قانون مسوده تياره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه،۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې ادعا کړې، د طالبانو له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده يې ترلاسه کړې او په وينا يې ځينو پخوانيو طالب مشرانو تاييد کړې هم ده.

ورځپاڼه وايي، دغه اساسي قانون په څوارلس مخونو کې تيار شوی او ښکاري، چې طالبان څه ډول نظام غواړي.

د نيويارک ټايمز په وينا دا سند د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جوړ شوي اساسي قانون يوه کاپي ده، چې د ځينو پرمختګونو سربېره د نجونو تعليم، عدالت او لږه کيو سره د چلند په اړه ځينې خبرې د پوښتنې وړ دي.

د نيويارک ټايمز په وینا طالبان لا هم د نجونو زده کړو ته قايل نه دي او په مقابل کې يې افغان حکومت د نجونو د زده‌ کړې پلوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوی د واکمنۍ پر مهال د نجونو د تعليم په اړه او تر  هغه وروسته د طالبانو د معارف وزير مولوي امير خان متقي او نورو چارواکو ويلي، چې هغه مهال د افغانستان امنيتي، ټولنيز او سياسي وضعيت د دې جوګه نه و، چې نجونې په کې زده کړې وکړي.

د طالبانو لوړپوړي مسؤولین په دې اړه د رسنيو او لويديځو چارواکو تورونه ردوي او زياتوي، چې هغه مهال د خلکو ژوند خوندي نه و او نه هم هلکانو ته د زده کړ زمينه برابره وه، د نجونو تعليم خو تر ډېره له ستونزو او کړاوونو سره  مخ و.

د طالبانو له لوري د نجونو پر عامو زده کړو د بنديزونو سربېره د بي بي سي پښتو راډيو پخواني مشر او د ولسمشر اشرف غني اوسني سلاکار محمد نبي مصداق ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په متوسطه طب او ځينو نورو اړينو برخو کې د نجونو د زده کړو ښوونځي او ښوونيز مرکزونه موجود وو، خو طالبانو دغه کار رسنيز کړی نه و.

د نړيوالو راپورونو له مخې، د افغانستان له پنځوس سلنه زياته خاوره اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ده او په ډېرو دغو سيمو کې تر اووم ټولګي د نجونو زده کړې روانې دي.

نيويارک ټايمز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوی څارنوال جمال الدين شوراي له قوله ليکلي، چې طالبان بيا هم د خپل ځان او ولس لپاره د اسلامي امارت نظام غواړي او د دوی پلويان له دې پرته د بل نظام په غوښتلو نه قائل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

که دشریعت د اصولو په رنا کی د دانجونو تعلیم حتی د دوکتورا تر کچی پوری وی په دی کی سه مشکل سته؟؟ تاسو د هند د مشهورو علماوو لورگانی و گوری په مشهورو پوهنتونو کی درس لولی البته په اسلامی حجاب او ماحول کی. طالبان باید دا په زغرده ومنی او ووایی چی موژ د انجونو د تعلیم خلاف نه یو بلکی مختلط سیستم نه غوارو، د اسلامی اصولو په رنا کی غوشتونکی یو. طالبان باید نریوالو او افغانانو ته خپله تعلیمی طرحه واضحه کری چی داسی نه غوارو لکه کابل کی افغان امریکایی پوهنتون چی فول فاسد ماحول… نور لوستل »

غمی.پښتین

وخت مو په خیر.
عبدالله جان ته.
ادم نشته بوی یی شته.پخوانی نقلونه دی.اوس .طالیب نشته او بوی یی هم نشته.ټول پالسی جوړونکی قانون جوړونکی پاکستانی خورد ضابطان او دولت لپاره امریکایان دی.
اسلام وایی چه علم په نر او ښځه فرض دی.
خو د افغانستان طالیبان وایی چه نه.نه،نه.نه.ښځه د کور کینی ،موږ ته د حلوا را پخوی

Abdul-Rauf Alam

عبدالله وروره؟ فکر کوم چې تاسو ته د اسلامی امارت دریځ،د زدګړی په برخه کی څه معلومات نشته.اسلامی امارت د خپل لومړی دور امارت په دوران کی، د ښځو د زدګړی په برخه کی، د اسلامی قوانینو په چوکاټ کی، دښځو زدګړه يي یو ضرورت باله.او په دی خبره کي، که د چا شک وی ، نو کولای شی د اسلامی‌ امارت د قطر د مذاکراتو مشر، ستانکزی صاحب هغه ویډیو ووینی، چې څه کم دوه ویشت کاله مخکی ثبت شوی. اوس خو بار بار د امارت مشرانو د ښخو زده کړه يي ضرورت بللی،البته د شرع په چوکات کی.او… نور لوستل »

عبد الله

عالم صاحب وروره، بلی هغه ویدیو می لیدلی کله چی ستانگزی په وزارت خارجی کی وو په انگلیسی خبری کوی. اما عملی هغه وخت هم په تول جنوبی حوزه کی یوه د انجونو فعاله لیسه نه وه. ما په وارو وارو زینی طالبانو ته چی پیژندل می ویلی چا تاسو ولی دانجونو دمکتبو مخه نیسی بیا چی نیسی یی نو مثلا دا دهلمند دناعلی دهزاره و دمنطقو دی ته ولی اجازه ورکوی؟؟ داغه ترتیب جاغوری کی، بامیان او..؟؟؟ هزاره هم د هلکانو او هم د انجونو مکتبونه لری تاسو ولی د پشتنو په علاقه کی دا ممناعت کوی؟؟؟ داچی دهغه… نور لوستل »

Ronagul Aryobsei

علم په هر مسلمان، ښځه اونارینه، له مهده تر لحده پوري، یانې په ټول ژوندکې اوحتی که په چین کې هم وي فرض دی.دا زموږ د پیغمبرحضرت محمد(ص) فر موده ده. له دې فرمودې سرغړول اوبیا هم ځان مسلمان بلل دځان غولول دي.طالبان چې ځان داسلام حقیقي وارثان بولي دا بایددا کار بیا تکرار نه کړي.

اجمل

یله چی زما د مفکوی سړی می پدی پاڼه پیدا کړ. الله موفقه لره وروره.

اجمل

تاسو د شهید مرسی او حسن البنا نومونه دلته ذکر کړل، طالب مشران هغوی ته اخوانیان وایی او ورسره دښمنی لری. زه ستاسو عقیدی او خبرو ته احترام لرم کاش چی ټول طالبان ستاسو په رقم وي.

غ.حضرت

دروند بحث دی، دروند زغم غواړی، بېره یوازی له الله سبحانه و تعالی څخه ښائی. د یو ګوډ او ړوند او شَل په غاړه که د امانیو او طلاوو ډکه کڅوړه ځړېدلی وی نو د کوڅی او بانډه او ښار او ولایت او حتی هیواد په کچه بدماشان او غله به په هره توګه چی وی ددې معصوم او مظلوم معیوب کس له غاړی دا قیمتی او ارزښتناکه کڅوړه تر لاسه کی. بلی اتیا کاله زموږ پر غنی او شتمن هیواد د نړیوال استعمار پلید مزدوران ( د نادر د کورنۍ څخه نیولې د مسکو او انګرېز ترخواخوږی پورو) حاکم… نور لوستل »

عبد الله

غ.حضرت صاحب! ژبه او گوتی دی قربان سم.
د تیر تاریخ ته په کتو اوس باید مدبرانه، اگاهانه او ماهرانه کار وکرو.

محمد ظاهر حلیمی

در تاریخ اسلام سرمایه عطیمی علمی پس ازپیغمبر(ص) درزمان صحابه کرام امولمن مین حضرت عایشه صدیقه رض عنه بوده به صحابه کرام رض که مشلات راجع به مسائیل دینی پیدا مېشدند به مادر مومنان مراجعه میکردند خواست ما ازامارت اسلامی این است که تعلیم حق هرمومن ومومنه است حکومت باید به طبقه انثائیه شرایطرا مساعد سازد که مطابق اوامرالهی باشدایاطبقه اناث قبر آخرت نداردرقرآن تنها وتنها زندهګی مذکرتوضسح تشریح ګردیده یا ازقشراناث هم است وقت قرآن برای مرد وزن معشیت زنده ګی تشریح مینمایندحق تعلیم هم بادرنظداشت شرایط ازهردوقشراست

احمد پښتون

عنه نې عنها

مجاهد

په دی اړه زما معلومات : ځینی وایی چه طالبان او اسلامی علما چه په غیر اسلامی چارو کی زده کړی او تجربه نه لری هغه چاری نورو متخصیصنو ته وسباری . سمه ده، مګر هغه متخصییصین چه د نورو جاسوسان، ملحدین او مفسدین نه وی، په ټولو هیوادو حتی امریکا کی د ځانګړو چارو ترسره کولو د پاره د هغوی سابقه او تاریخچه ګوری. ځينی وایی چه قطر کی فلانی او فلانی حتی په اسلام هم خبر نه دی، یعنی مونږ تر هغوی ښه پوهیږو ، که داسی وی نو مونږ باید د هغوی په خای د خپلی خاوری،… نور لوستل »

اجمل

یاره ته وایی چی د امارت اسلامی مثال په دنیا کی نشته: کوم مثال یی؟ یوه خبره د امنیت ده په والله قسم چی غنی هم اوس دا اختیار ولری چی د غله نه لاس او پښي بری کړی او قاتل په محضر عام کی قصاص کړی بیابه ګوری چی امنیت شته او که نشته. د الله (ج) قول دی چی په قصاص کی ژوند ده. نوره تبصره به یی پریږدو. امنیت و خو په زور سره نه د دعوت او تبلیغ له لاری. خلکو پسی مو قمچینی او دورې راخیستی وې باید چی امنیت وي. نور امارت څه درلودل… نور لوستل »

احمد پښتون

په ښارونو کې امنیت وو خو د جنګ پر کرښه هره ورځ دوه سوه ملسلمانان قتلیدل، دا څرنګه امنیت وو؟

عبد الله

مجاهد صاحب بحث پر غلامی او اشغالگرو نه دی هغه معلومه ده چی اشغال دی. راسه با ایمانه متخصص انجینر، متخصص داکتر، پیلوت او….. تربیه کرو. بلی، جاسوس، ملحد، سیکولر او… متخصص که ملک راجور کری اخرت راخرابوی هعه نه غوارو موژ ته اول خپل دین مهم دی خو دا باید یاد وساتو چی اسلامی هدایات هم داسی نه دی چی یوازی ملک په مفتی صاحب، ملا صاحب، مولوی صاحب، مفسر، فقیه او…. جوریزی. دوی دی پوره قدر ور انسانان دی اما دا معنی نه چی مولوی صاحب شه محدث او شه متقی دی نو باید دی د معدن وزیر… نور لوستل »

مجاهد

عبدالله صاحب ! مونږ ستاسی وړاندیز مشروط تایید کړی لیکلی مو دی سمه ده د طالبانو لمړی دوره څه به د طالبانو نیمګړتیاوی وی له پیغمبرانو غیره معصومیت نه لری او څه د هغه وخت د امریکایی فشار او تبلیغاتو له یو خوا او د امریکایی او روسی اشغالګرو سره ( چه مهار یی کړی ) بله ستونزه وه طالبانو له طالبانو غیره په بل چا باور نه شو کولای او که کوم یو کمونست به یی کومه اداره کی د تخصص او مسلکیت له مخی مقرر کړی ټولو به ورته ویل وګوری طالبانو سره کمونستان ملګری دی حتی مونږ… نور لوستل »

عبد الله

مننه جمیل صاحب، دلوی ملاصاحب د کور سنگ ته یوه غته ساحه وو شه می یاد دی چی خسر می د مرحوم لوی ملاصاحب سره ملاقات درلود، دغه ساحه کی زیات شمیر پنجاپیان د کمپیوترونو شاته ناست وو. دغه پنجاپیان په دوشمنی کی تر خلقیانو کم نه دی، تاسو کوشش وکی ددغو خخه زانونه گوری. د پاکستان د استخباراتو ریس جنرال حمید گل چی اوس مر دی، شه می یاد دی چی قندهار ته راغی او زان یی په قاری حمید گل معرفی کری وو. باور وکی چی د مشر مرحوم ملا صاحب غوندی شخصیت به بیا په حاکمانو کی… نور لوستل »

Back to top button
17
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x