افغانستان

رحمان رحماني د ولسي جرګې رییس شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸چنګاښ ۱۳۹۸ل: د ولسي جرګې د ریاست تر نېږدې دوه میاشتو لانجو او جنجالونو څخه وروسته رحمان رحماني رییس شو.

رحماني د پخواني کمونست جنرال بابه جان ورور او د امریکايي ځواکونو قراردادي دی.

په نننۍ ټاکنو کې رحماني د خان محمد وردګ مقابل کې ۱۳۶ رایې وګټلې چې ۵۰+۱ کیږي. خان وردګ بیا ۹۶ رایې اخیستي دي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې د ریاست لپاره درې ځل ټاکنې وشوې خو هر ځل هېڅ یو کاندید ۵۰+۱ رایې پوره نه کړې.

د ولسي جرګې داخلي وظایفو لایحې له مخې د ولسي جرګې ریاست لپاره د حاضرو ۵۰ سلنه او یو وکیلانو رایې په کار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

چی کله اول معاون دوستم او ریس د ولسی جرگی رحمانی وی نو ددی ملک لپاره د خیر دعا پکار ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x