
د لوبې پر مهال د افغاني او پاکستاني نندارچيانو ترمنځ شخړه شوې/ویډیو
نن ټکی اسیا (د پاکستان او افغانستان کرېکټ لوبې پر مهال د پاکستاني او افغاني نندارچيانو ترمنځ د ناستې په ځای کې شخړه شوې.
شخړه د امنیتي ساتونکو لخوا ختمه شوه او په پايله کې يې ځينې افغاني او پاکستاني نندارچيان له لوبغالي بهر کړي دي.
ويل کيږي چې له لوبې پېل کېدو وړانډې هم يوه شخړه ترسره شوې وه چې ځينو نندارچیانو غوښتل په ناقانونه ډول له ټکټ اخيستلو پرته لوبغالي ته داخل شي خو د امنيتي ساتونکو لخوا منع شول.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سيالۍ د پخوا په پرتله اوس ډير په احساساتو بنا ده چې نندارچيان له دې څخه په غلطې ګټې اخيستنې فزيکي ستونزو ته اړ شوي دي.
په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې افغاني نندارچیانو له لوبغالي بهر ځینې پاکستاني نندارچیان وهلي ډبولي دي.
Afghanistan fans beating a supporter of Pakistan cricket team outside the cricket stadium in Leeds. 🏟
#PAKvAFG #CWC19
Via: Azhar Javed pic.twitter.com/ZTlGNW5Tz5— Danyal Gilani (@DanyalGilani) June 29, 2019
اوسمهال د نړيوال جام په ترڅ کې افغان لوبډله د پاکستان پر وړانډې توپوهنه کوي، چې په ۳۸ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۸ منډې جوړې کړي دي. نجیب ځدران او سمیع شینواري توپوهنه کوي.
Afghan fans clash with security officials and Pakistani Fans.
Also harass Pakistani media personnel.@cricketworldcup @TheRealPCB @ACBofficials pic.twitter.com/ayUvFWqBy0— Anas Saeed (@grulajmankoox) June 29, 2019