
اردوغان د مرسي او خاشقجي یادونه د جي شل سرمشریزې غونډه کې هم وکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په جاپان کې د جي شل سرمشریزې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې د مصر پخواني ولسمشر د مړینې په اړه باید تحقیقات وشي او همداسي د سعودي لیکوال جمال خاشقجي قاتلان باید په سزا ورسیږي.
نوموړي وویل هیواد یې نه قبلوي چې دغه دوه پيښې د نړیوالې ټولنې د ناستو ایجنډا نه وي.
اردوغان وویل: «د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړیني ټول اړخونه باید وڅیړل شي»، مرسي په قاهره کې د محکمې د ناستې پر مهال د روانې میاشتي جون پر ۱۷مه نیټه ومړ.
نوموړي همداراز وویل، هیواد یې هیڅ کله نه قبلوي چې د لیکوال او ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل پر جرم باندي پرده واچول شي.
جمال خاشقجي د تېر کال اکتوبر میاشتې پر دوهمه نیټه د سعودي کونسلګرۍ په دننه کې په استنبول ښار کې ووژل شو.
د الجزیرې د خبر سره سم نوموړي په دغه پېښه کې د لاندي کچې څخه بیا تر لوړې کچې د ټولو مجرمینو د محکمې غوښتنه وکړه او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې خپل مسؤولیت دي ادا کړي.
نوموړي د سعودي پر ولیعهد محمد بن سلمان غږ وکړ چې د خاشقجي قاتلان دي محکمې ته وسپاري.
باید وویل شي چې د جي شل هیوادونو سرمشریزه غونډه د جاپان په اوساکا ښار کې روانه ده، او په څنډه کې يې اردوغان د امریکايي ولسمشر ټرمپ سره هم ولیده.
اردوغان وویل چې امریکا یې ستراتیژیک ملګری هیواد دی، هیڅ کله به د یوه ملګري هیواد په توګه د ایس ۴۰۰ میزایلونو په اختلاف کې پر دوی اقتصادي بندیزونه ونه لګوي.
ایس ۴۰۰ دفاعي میزایل سیسټم دی چې روسیې جوړ کړی او په اوس مهال کې د هوايي دفاع تر ټولو قوي سیسټم بلل کیږي.
ترکیه چې د ناټو غړی هیواد دی، د روسیې څخه یې د وسلو رانیول امریکا او غربي هیوادونه په قهر کړې او ټول هیوادونه پر ترکیه فشار واردوي چې له دغې سودا څخه تیر شي.
د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې سره یې د ایس ۴۰۰ سودا نوره ماضي ده، دوی به پر ټاکلې وخت د روسیې څخه دغه سیسټم تر لاسه کړي.
تر نورو خو اوس هم ښه دی، فریاد او زبیرګی خو یی پری وکړو، نور تش په نامه اسلامی رهبران ( د امریکا او ناتو غلامان ) خو یی په اړه چوپ پاتی دی ځینو ( سعودی ) خو د مصر د مسلمانانو د شهادت او مرسی د لیری کولو د پاره ۸ بیلونه دالر السیسی یهودی ته د امریکا په دستور او قومانده ورکړی، . مرسی رح امریکا، اسراییلو ا و بلاخره السیسی یهودی خبیث نه دی په شهادت رسولی بلکه عبدالله خبیث په شهادت رسولی چه د مسلمانانو دواړه قبلی یی اسراییلو او امریکا ته وسپارلی . وایی… نور لوستل »