افغانستان

د امریکا سفیر: د دوحې مذاکرات د بهرنیو عسکرو په وتلو او له طالبانو څخه په تضمین اخستلو ور ټول دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» وایي، د دوحې اووم پړو مذاکرات حساس او له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو او د طالبانو له لوري د یوه امن افغانستان په تړاو د ضمانت په ورکولو متمرکز دي.

جان بس چې تېره ورځ يې په کابل کې له رسنیو سره خبرې کولې وویل « د طالب او امریکایي استازو تر منځ خبرې یوازې په همدې دوو موضوعاتو باندې راټولې دي خو له طالبانو څخه د تضمین اخستلو په برخه کې موږ یوازې د هغوی په لفظي ژمنو بسنه نه کوو، طالبان باید په دې برخه کې موږ، امریکايي ملت او نړیواله ټولنه قانع کړي چې افغانستان به بیا ځلې د ترورستانو په خوندي ځاله نه بدلېږي».

بس زیاته کړه « د سولې د خبرو د اوږدېدو راز په همدې کې دی، چې موږ غواړو له طالبانو د ضمانت اخستلو په برخه مفصل بحث وکړو او ځانونه ډاډه کړه چې زموږ د نظامي حضور تر پای ته رسېدلو وروسته به ترورستان بیا ځلې په افغانستان کې سنګر نیولو ته نه پرېښودل کېږي».

د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاو خبرې چې همدا نن په دوحه کې پیل شوې، ددې لړۍ د تر ټولو حساسو خبرو په حیث سترګه ورته کتل کېږي،  افغانان تمه لري چې بهرنیان به په یاد پړاو مذاکراتو کې د خپلو عسکرو د ایستلو مهالوېش له طالبانو سره وروستی کړي.

بل لوري ته، طالب او امریکايي استازي داسې مهال د اختلافي ټکو په برخه کې یوه توافق ته د رسېدلو په درشل کې  دي، چې ګډ حکومت لا هم په یادو مذاکراتو کې هیڅ شتون نه لري او څرګنده نه ده چې د بهرنیانو د نظامي حضور له پای ته رسېدو وروسته له کوم برخلیک سره مخ کېږي.

د ځینو رسنیو په وینا، طالبانو ان له اوسه د واک تر لاسه کولو ته تابیا نیولې او د خپل نظام لپاره یې د اساسي قانون مسوده چمتو کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الهي دا کنډواله هيواد او دا د ظالمو ابرقدرتو نيواکګرو او د هغو د ټيټو ګوډاګيانو له خوا زورېدلی ملت په خير او عافيت د دغو تش په نامه متمدنو او دموکراتانو له دې څلوېښت کلن وحشت او غوبل څخه وژغورې! او آيا دا تضمين چي دغه په نړۍ کي د جګړو د اورونو بلوونکي او ويني بهوونکي ښکېلاکګران يې يادوي دا بايد له دوی څخه واخيستل سي او که د دوی د ظلمونو په وړاندي د خپل هيواد، خلکو، حيثيت او نواميسو د دفاع په لار کي د سرښندونکو طالبانو څخه واخيستل سي؟ عجيبه سر چپه قضاوت کيږي؟ دا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

کابل کی د امریکا سفیر د امریکا وایسرایی دی یعنی د افغانستان اصلی جمهور ریس جان بس دی کومه خبره چه کوی هغه د امریکا د جمهور ریس دستور او په قومانده خبره کوی . دجان بس دا خبره چه دا اووم پړاوو خبری په دوه مهمو موضوعاتو چه هغه د اشغالګرو وتل او له طالبانو څخه په امریکا یا اروپا د یرید نه کولو تضمین دی . تر اوسه به سفیر صاحب ویل چه د کبال حکومت سره خبری کول او اوربند مهم شرطونه دی که دا ونه منل شی یوه خبره هم نه ده منل شوی مګر نن… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x