افغانستان

د نوماندانو شورا: ټاکنې دې له طالبانو سره د سولې تر توافق وروسته وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو شورا له ملګرو ملتونو غوښي څو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي او له طالبانو سره  سولې تر توافق وروسته یې ترسره کړي.

د طلوع نیوز د راپور په حواله، د ولسمشریزو ټاکنو دیارلس نوماندانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مشر «تدامیچي یاماموتو» سره په لیدنه کې وړاندېز کړی څو ټاکنې تر سولې وروسته وځنډوي او تر هغه مهاله حکومت یوې موقتې ادارې ته وسپاري.

طلوع نیوز د ولسمشریزو ټاکنو د یوه نوماند «شهاب حکيمي» له قوله لیکي « عمومي نظر دا دی چې ټاکنې باید له طالبانو سره د سولې تر توافق وروسته وشي او په دې سره به موږ وتوانېږو د انتخاباتو له ترسره کېدلو وروسته د یوې نسبي سولې څښتنان واوسو».

حکیمي وړاندې زیاتوي « تدامیچي له یاد وړاندیز سره مخالفت ښودلی او ټاکنې یې اړینې بللې خو نوماندانو نوموړی قانع کړی چې یوازې د سولې په صورت کې کولای شو رڼې او له فساده خالي ټاکنې ترسره کړو».

د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند «شیدا محمد ابدالي» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په وینا «په اوسني حالت کې د افغانستان ټول خلګ نشي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي، ښه به وي څو لومړی د سولې یو توافق رامنځته شي او وروسته ټاکنې وشي خو موږ لا هم په شک کې یو او د پاکستان په ګډون دیو شمېر ګاونډیانو هیوادونو په تړاو ډاډه نه یو چې دوی به د سولې په برخه کې ریښتینی رول ولوبوي».

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او د یوناما د مشر ناسته چې تېره اونۍ په کابل کې ترسره شوې، د سرچینو په حواله د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هیوادونو سفیرانو هم پکې ګډون درلود.

په یاده ناسته کې د نوماندانو شورا د اشرف غني د واک له دوام سره مخالفت وښود او د مؤقتې ادارې د منځته راتګ هیله یې څرګنده کړې.

ولسمشریزې ټاکنې چې د سپټمبر میاشتې په «۲۸» نېټه پلان شوې، نوماندان یې داسې مهال د ټاکنو د ځنډ هیله څرګندوي چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ اووم پړاو مذاکرات پیل شوي او تمه ده دا ځل له توافقاتو سره مل څرګندې پایلې له ځانه سره ولري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی به کله هم ټاکنې ونه ځنډوي او همدا یې سره کرښه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

هههههههه، د دوي په فکر طالبان دومره ساده دي، چي ټاکني به کوي، کله چي دولتي دستګاه او امکانات ټول د امریکا وي، نو اشرف غني به کامیابیږي که طالب نوماند، معلومه ده چي اشرف غني، خیر هر سړی د خبري وار تېروي، داځل د ټاکنیزو نوماندانو وار وو.

مجاهد

طالب مجاهدینو نه خپله او نه د نورو سره به ګډه حکومت یا قدرت تر لاسه کولو د پاره ۴۰ کال جهاد کړی هغوی د الهی نظام د پلی کولو د باره به ځانو او مالو جهاد کړی هغوی چه د ځآنو پوری به یی بمونه تړل او ځانونه به یی قربانی کول د هغوی هدف همدغه چه دوی له ځانه وروسته په الهی نظام حاکمولو د الله ج رضا تر لاسه او له ځانه وروسته مسلمانان یی د الهی نظام په نافذولو په دایمی سوله او هوساینه کی ساتلی وی . دا چه اوس د اشغالګرو سره د اشغال… نور لوستل »

غلام محمد

غواړم چي ستاسو نظر واورم دواقعي اسلامي نظام حاکميت دفغانانو ارزو ده څرنګه کيدلاشي چي هم افغان ملت اتفاق اوهم اسلامي نظام ددرلودونکی او هم بهرني لاسونه د پاکستان او امريکا قتع شي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x