ورزش

له جالبې لوبې وروسته افغان لوبډلې ماتې وخوړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ جالبه سیالۍ په وروستيو شیبو کې د عماد وسیم په زړه پورې توپوهنې سره پاکستان د درې ویکټو په توپیر وګټله.

سیالۍ په زړه پورې حالت ته رسیدلې وه خو د ګلبدین نائب ناسمې توپ اچونې د ماتې یو لامل شو، نوموړي په ۴۵م اور کې ۱۸ منډې ورکړې او د لوبې اړخ یې بدل کړ.

بل خوا محمد نبي او مجیب الرحمن په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه چې نبي په خپلو لسو اورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې او دوه مهمې ویکټې یې واخیستې.

همدا ډول مجیب الرحمن چې د لوبې په لومړي اور کې یې ویکټه واخیسته او پاکستان لوبډله یې د فشار لاندې راوستله په خپلو لسو اورونو کې یوازې ۳۴ منډې ورکړې.

راشد خان چې په وروستي اورونو کې یې د پاکستان لوبډله له سخت فشار سره مخ کړې وه په خپلو لسو اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

حمید حسن چې له پېله ټپي دی نن یو وار بیا لوبډله کې ځای ورکړل شوی و چې یوازې ۲ اورونه یې وکړل خو د ټپونو له کبله یې نوره توپ اچونه ونشوه کړای، د نوموړي اورونه سمیع الله شینواري ولوبول. خو ګلبدین په ۹.۴ اورونو کې ۷۳ منډې ورکړې.

په ننۍ لوبه کې لوبڅار دوه څرګندې پریکړې د افغانستان پر خلاف وکړې، چې یو مهال حارث د کیپر لخوا کیچ شو خو اوټ یې ورنکړ، بل راشد خان عماد وسیم په پښه وویشت چې ویکټې ته مخامخ و خو د لوبڅار لخوا اوټ ورنکړل شو.

په یاده لوبه کې لومړی افغانستان توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۲۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا اصغر افغان او نجیب ځدران زیاتې ۴۲-۴۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د فخر زمان له ویکټې وروسته بابر اعظم او امام الحق ملګرتیا وکړه خو محمد نبي دواړه ویکټې په چټک وخت کې وغورځولې، په وروستیو شیبو کې عماد وسیم ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې بریا ورکړه. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x