ورزش

د افغانستان-پاکستان لوبې په اړه د مشهورو څېرو غبرګونونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ د زړه بوږنونکي حالت وروسته پاکستان د عماد وسیم په مرسته په وروستي اور کې وګټله.

په دغه سیالۍ کې د نندارچیانو ترمنځ له لوبې وړاندې او وروسته شخړې، د امنیتي کسانو داخلیدل، له لوبې وروسته لوبغالي ته د نندارچیانو داخلیدل، محمد نبي سره د امنیتي کس ټکر او د یوه افغان لوبغاړي په سر لګیدل د پام وړ پېښې وې.

https://twitter.com/ESPNcricinfo/status/1145022974023458822?s=19

یادې سیالۍ احساساتي ډول اختیار کړی و چې ځینو پاکستاني کرکټرانو په ځانګړي ډول شعیب اختر پر افغان لوبډلې ځینې تورونه پورې کړل، دغه تورونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه وغندل شول.

که څه هم پاکستاني شنونکي او مشهور کرېکټران په دې باوري وو چې افغانستان ته به ستره ماتې ورکړي خو دغې لوبې د افغان لوبډلې وړتیا ثابته کړه او ټول یې ستایلو ته اړ کړل.

شعیب اختر چې تېره ورځ یې پر افغان لوبډلې تورونه پورې کړي او ویلي وو چې په اسانه به افغانستان ته ماتې ورکړي خو له لوبې وروسته یې لیکلي «زړه مې سخت درزیږي خو زمونږ د نړیوال جام هیلې ژوندۍ شوې، مونږ پاکستانیان افغان لوبډلې ملاتړ کوو».

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپلې لوبډلې د مبارکۍ څخه وروسته افغان لوبډله ستایلې وه چې د هند او پاکستان پر وړاندې یې غوره لوبه نندارې ته وکړه، همدا ډول د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پاکستان ته له مبارکۍ وروسته افغان لوبډله ستایلې ده.

د افغان لوبډلې پخواني اجرایویه رییس شفیق ستانکزي او میرویس اشرف احساساتي ټویټونه کړي، ستانکزي کاږلي «زړه مې چوي زتي څه وکړم، خدایه یا الله صفر»، همدا ډول میرویس اشرف لیکلي «خدای خبر چې نن شپه مې سترګې پټې شي له زړه مې ویني څاڅي».

https://twitter.com/MirwaisAshraf16/status/1145024347154911232?s=19

د هند لوبډلې تکړه لوبغاړي سریش راینا افغان لوبډله ستایلې او لیکلي یې دي چې «افغانان ډک زړي خلک دي، له سختې لوبې پرته ماتې نه خوري، غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه، هیله لرم چې دوی په نړیواله کچه د سیالیو نور فرصت هم ومومي او یو له سترو لوبډلو څخه شي».

د افغان لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق د شعیب اختر په ځواب کې لیکلي چې افغانانو د پاکستان لوبډلې پر وړاندې خپله غوره وړتیا ثابته کړه، شعیب اختر به پوه شوی وي».

همدا ډول یو شمېر نورو مشهورو مبصرینو او شنونکو په ننۍ سیالۍ سره افغان لوبډله ستایلې، خو د تجربې کمښت او له نړیوالو لوبډلو سره د منظمو سیالیو نه کول یې د کمزورتیا اصلي لامل ښودل کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x