افغانستان

سرچينه: امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اوم پړاو کې پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو تېره ورځ ماسپښين پيل شو او د شپې تر ناوخته روان و.

د قطر له روانو مذاکراتو باخبره سرچينې وايي، دغه خبرې ښې روانې وې او دواړه لوري ترې خوښ دي.

د سرچينې په وينا د امریکا او طالبانو استازو د تېرې ورځې په ناسته کې د هوکړې په مسودې پرمختګ کړی.

د دغو خبرو له پيلېدو مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو کابل ته راغلی و او دلته يې د ګډ حکومت له چارواکو سره له ليدو وروسته د امریکا په سفارت کې رسنيو سره په خبرو دغو خبرو ته خوشبينه ښکاره کړې وه او ويلي يې و، چې له ولسمشريزو ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې تړون ته ورسيږي.

په کابل کې د امریکا سفير جانس بس هم دغو خبرو ته خوشبيني ښوولې، خو په عین حال کې يې دغه خبرې حساسې بللي دي.

جان بس د قطر روانې خبرې حساسې بللي او زياته کړې يې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف نه کارولو موضوع نهايي شي.

تېره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې طالبانو د خپل راتلونکي نظام لپاره چمتووالی بشپړ کړی او د اساسي قانون مسوده هم چمتو کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا تعریف به د تروریسم څنګه وی دلته خو ما څه ونلیدل؟

الحاج استاذ بیانزی

زه نه پوهیږم چه دجال او که د دجالی نظام ( نظم نوین جهانی ) باوری چارواکی ماشومان یا احمقان دی او که مظلوم بشریت په تیره بیا افغانان ورته د ځانو په شان ماشومان یا احمقان شکاری. د سپتمبر له فاجعی چه بوش او د هغه وخت حکومت د نظم نوین جهانی په دستور او قومانده په افغانستان او عراق او په مجموعی ډول په ټوله اسلامی نړی باندی د برید د پاره رامنځته او د غج اخستنی د باره یی رشتونی نړیوال صلیبی جنګ پیل کړو او په دوهم ورځ یی همدغه جنګ ته د تروریزم نوم ورکړو… نور لوستل »

اجمل

یاره بیانزی صیب: یله چی سر می د د تروریزم په تعریف خلاص شو. کور د آباد. کله کله ډیری ښی لیکنی کوې او کله کله هم داسی جدی ښکاری چی په نظر هر څوک کافر درځی. په هر صورت کامیابه اوسي.

غمی.پښتین

ښه وخت.
دا چه د سوله په خبروکی پرمختګ شوی .نو ولی طالیب او دولت قتل کولو ته زور ورکړی؟
د طالیب او د دولت او امریکا قتلونو څخه داسی ښکاری چه سوله خبرو کولو هسی مظلوم ملت دهوکه کول دی .
کنه همدا ڼن او پرون قتلونه د څه لپاره؟ایا دومره صبر نه شی کولای ؟طالیب او دولت په قتل کولو باندی معتاد دی.لکه پوډری چه په پوډورو معتاد وی.
د پوډری بی له پوډورو نه کیږی،او د دولت او طالیب بی له قتل څخه نه کیږی.

اجمل

یاره فکر نکوم چی دی خبرو نه څه مثبته نتیجه راووځی. خوسی وخت ضایع کول دی او بس.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x