شعـــــرونه

غزل؛ مسرور درمل

مسرور درمل

پېغله ټکری پلوري ځوان سر نه کړه ګوزاره پګړۍ
راوړه طالبه تر دې چم او تر دې ښاره پګړۍ

جلال یې ستر دی دبدبه لري او شان یې لوړ دی
ډېره بهتره ده له هر رنګه سينګاره پګړۍ

د محمد رسول الله ځانګړی، ستر سنت دی
که مو کړه سپکه، ټول به غرق کړي له آزاره پګړۍ

د افغانانو دود، فرهنګ کې یې تاريخ وګورئ
حجاب له مور څخه را پاتې او له پلاره پګړۍ

که مسلمان یې نو در ياده کړه بې ننګه ځوانه!
د احمـــــــدشاه بابا درنه او با وقـــاره پګړۍ

د طالب نوم درمله وليکه د زړه په کور کې
طالب لري ډکه له ننګ او إفـــــتخاره پګړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

مننه مسرور صیب خوښ اوسې

خبیر افغان

ډیر ښکلی
پر ګوتو او قلم مو برکت شه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x