د کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د خوست د ګربز ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او په ولسي جرګې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ورور قدیرالله نن سهار وختي په خوست کې وژل شوی دی.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدري د پېښې تایید کړی خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

سلام وطندار ته یوې سرچېنې ویلي چې قدیرالله نن سهار وختي د ګربز ولسوال ته روان و چې په لاره کې د ناڅرګنده وسله‌وال له خوا پر ډزو ووژل شو.

خو ځینې نورې سرچېنو رسنیو ته ویلي چې قدیرالله د ګربز د ولسوال عبدالحی ځاځي سره ستونزه درلودله او ولسوال له وسله والو کسانو سره د قدیرالله کور ته ورغلی او وژلی یې دی.

ویل کیږي چې قدیر الله په نشه‌یي توکو هم روږدی و او څه موده مخکې د علاج لپاره د کابل د معتادانو مرکز ته هم وړل شوې و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د