نړۍ

ډونالډ ټرمپ د کیم جونګ اون په غوښتنه شمالي کوریا ته داخل شو – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه تاریخي خو سیمبولیک اقدام کې نن یکشنبه د شمالي کوریا خاورې ته داخل شو.

ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون د شمالي او جنوبي کوریاګانو تر منځ پر سرحد چې د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کلونو تر منځ تر جګړې وروسته وکښل شو لومړی روغبړ وکړ او وروسته ټرمپ او کیم جونګ دواړه شمالي کوریا ته داخل شول او عکسونه یې وویستل.

ډونالد ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د شمالي کوریا خاورې ته داخل شو.

د ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ دا غیر پلان شوی ملاقات تر هغه وروسته وشو چې پرون شنبه ټرمپ پر خپل ټویټر اکونټ شمالي کوریا ولسمشر ته بلنه ورکړه چې که د ده ټویټ ګوري نو په سرحد به د روغبړ لپاره ورسره وګوري.

ټرمپ همدارنګه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته امریکا ته د تګ بلنه هم ورکړه.

ویدیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د شمالی کوریا کمونستی رژیم، د اتومی وسلو په مټ څه ناڅه هغه ځواب ورکړو چه ورته به کار وو، یعنی هغوی یی له هغه کبر او غرور راوغورځول چه د نړیوال حکومت جوړولو خوبونه یی لیدل. زه باور لرم چه شمالی کوریا اتومی وسله چوړه کړی ځکه د زمانی د ابرقدرت په مقابل کی پورته متیازی کوی یعنی په یوویشتمه پیړی کی وسلی او وسیلی د هیوادو حیثیت او هویت تعینوی . مګر دا هم مه هیروی چه د نړیوال کفر خپلو کی اقتصادی رقابت له مخی یو له بله سره اشتی پذیری دشمنی او جنګونه لری که یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x