افغانستان

کندهار: چاودنې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ۸ کارکوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي چې طالبانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۸ کارکوونکي وژلي دي.

هغه ویلي دي چې طالبان تېره شپه د معروف ولسوالۍ پر مرکز لومړی د چاودیدنکو موادو څخه ډک هاموي ټانګونو په وسیله چادنې او برید وکړ.

تادین خان ویلي چې په برید کې پولیس هم وژل شوي دي خو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

د کندهار ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر هاشم دراني ویلي چې وژل شوي کسان د یاد کمیسیون کارکوونکي وو او ۱۷ ورځې وړاندې يې دنده پیل کړې وه.

دراني زیاته کړې چې دغه کسان د شپې له پلوه د ولسوالۍ په مرکز کې اوسیدل چې د تيري شپې د برید پر مهال وژل شوي.
په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبان هغه د معروف ولسوالۍ هغه دوهم مرکز هم نیولی چې حکومت ورڅخه تېرکال «تښتېدلی و».

هغه زیاته کړې چې طالبانو د معروف ولسوالۍ مرکز په شمول درې دفاعي پوستې هم نیولي دي.

د مجاهد د ادعا له مخې طالبانو ۱۱ تنه ژوندي نیولي او هم ډیره درنه وسله او مهمات په لاس ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

نو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کسانو وژنه په کتاب کی راغلی الله مو خوار کړی پدی جهاد چی هر څه مخی ته درشی بس ډزی پری کوی.

جميل

تادين خان به ولسوالی دريم ځای انتقال کړی وی . د ټاکنو دا خپلواک کميسيون چا ټاکلی ، چا وظيفه ورکړی ، څوک پيسی ورکوی ، څوک ئی ساتنه او روزنه کوی ،….. ؟ ټوله غاصب کفار کوی ، دا ټولو په څو روپيو ځان ، دين ، هيواد ، همت ،….او هرڅه پلورلی ، که دوی او دوی غوندی نور پلورل شوی غداران نه وای هيواد به مو اشغال او وران نه وای او په فساد ، نشه ، بی امنی او نورو بديو کی به اول نمره نه وای . وهه يی طالب جانه داسی وهه چی ماغزه… نور لوستل »

عبد الله

اسلام علیکم
اجمل او جمیل ورورته!
ددوارو خخه هیله کوم چی د تر پایه دغه دواره لینکونه وگوری. جمیل ورور خخه خاصتا هیله کوم چی په اسلامی اخلاقو سمبال خبری او نظر راته ولیکه.

اول لینک
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=114412466479989&id=100037337081241
دوهم لینک
https://youtu.be/H8zXzVknwRg

جميل

عبدالله جانه ! تردی لينکو که يوڅه قرانکريم ، نبوی مبارک حديثونه او د دی غيرتی ولس تاريخ ولولی بهتره به وی ګوندی يوڅه ايمان او همت درکی پيدا شی او تر غاصبو کفارو او ظالمو منافقينو به دی مينه او زړه سوی وموئمنو مجاهدينو او د هغو پلويانوته ور وګرځی او په دنيا او آخرت کی به د عزت خاوند شی .

عبد الله

جمیل جانه ! اول لینک د ملا عبد المنان نیازی دی د لوی ملا صاحب وارث او عسکر زان بولی او تاسی د دای اس ای غلامان یادوی، او دوهم لینک د کویته مشهور عالم مولنا ، شهرانی دی. جمیل صاحب! خو ته ونیسه د یو عالم په حواله او فتوا ددوی خبری رد کره. تاسو ددوی خبری په کوم ایات مبارک او حدیث شریف ردوی ثابته یی کره؟؟؟؟؟ قربان له مجاهده او مومنه، او که به له کفارو سره مینه لرم خدای دی می په دوی کی حساب کری، او هغه چی به د پنجاب سره مینه لری الله… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x