ورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا د نندارچیانو خلاف د جدي اقدام اخیستلو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او افغانستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ پرون د شنبې په ورځ سیالۍ له زړه بوږنونکې او احساساتي حالت وروسته پاکستان په وروستي اور کې وګټله.

له لوبې وړاندې، د لوبې پرمهال او له لوبې وروسته د پاکستاني او افغاني نندارچیانو ترمنځ بېلا بېلې شخړې وشوې چې اوس یې د کرېکټ نړیوالې شورا پر وړاندې د اقدام پریکړه کړې.

د راپورونو له مخې  د کرېکټ نړیوالې شورا ویاند ویلي دي چې دوی له ټولو پېښو خبر دي، د لوبغالي امنیتي پرسونل او د یورکشایر ښار پولیسو سره په اړیکو کې دي تر څو په راتلونکي کې د داسې پېښو په کلکه مخنیوی وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویاند ویلي دي چې دغه ډول چلند د منلو وړ نه دی او د هغو کسانو پر وړاندې به چې په دغو پېښو کې ښکیل دي جدي اقدام وشي.

یاده دې وي چې د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې افغان لوبډلې ګټلې لوبه په داسې حال کې وبایلله چې ګلبدین په ۴۵م اور کې ۱۸ منډې ورکړې او حمید حسن د ټپي کیدو له کبله له لوبډلې کښيناست.

دغې ماتې افغان نندارچیان احساساتي کړل چې له کبله یې د پاکستاني نندارچیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست او ځینې نور یې له ماتې وروسته لوبغالي ته داخل شول خو د امنیتي کسانو لخوا یې مخنیوی وشو.

پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویډیوګانې ښکته پورته کیږي چې افغاني نندارچیانو د پاکستاني نندارچیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

د ځینو راپورونو له مخې د هغو نندارچیانو ترمنځ چې ټکټونه یې نه و ترلاسه کړي له لوبغالي بهر هغه مهال له پاکستاني نندارچیانو سره په شخړه شول چې د افغان لوبډلې د دریمې ویکټې په له لاسه ورکولو پاکستاني نندارچیانو خوښي ښودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
افغان طالیبانو د پاکستان فوج سره یوځای د کرکیټ بریا جشن په ډزو اتڼو ډولونه سیرندو سره د ډیورند په کرښه کی ونمانځه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx