
د پګړۍ سړی؛ عبيدالله ملکزی
عبيدالله ملکزی
دا چې نن یې ده پر سر ول ول ” پګړۍ ”
لــه هیبتـه یـې پـه ډار کـې ده ” نــړۍ ”
یـو اعجــــاز دی الهـــي پـر غلیمګيــــو
پــرې د تندر یو باران دی هــم جــــړۍ
د اجل غشــي به وار په تورتمــو کـړي
غوڅـوي به د وحشـت تـوره غــــــړۍ
د ماڼیـو پـر ځـای دنګو غرو کې اوسي
خوښـوي ملاستـه په تیـږو پـه شـــړۍ
دا الهـام یـې لـه خلیـل ځینې اخيستی
سپمـا نـه کـــړي د اورونــو پـه کــــړۍ
د غلیــم پــه ســر به تـل وي ګذارونــه
تر قیامتـــه بـه جــاري وي دا لـــــــړۍ
یـو شبګيـر ته یې افعال زمونږ خځـله
ملکزیـــــه هــم یــې غـوره دې کېــړۍ