
ميدان وردګ: ګډو ځواکونو په مدرسه چاپه کې اووه زده کوونکي وژلي «انځورونه»
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو په ميدان ودرګ ولايت کې په يوې دينې مدرسه چاپه کې اووه تنه زده کوونکي وژلي دي او مدرسه يې ويجاړه کړې ده.
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ په چهلګزيانو مدرسه چاپه وهلې چې په نتيجه کې يې د مدرسې اووه تنه زده کوونکي وژل شوي او مدرسه يې ويجاړه کړه.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د مدرسې نور زده کوونکي هم وهلي او ډبولي دي او د مدرسې ډېرې برخې يې په چاودېدونکو توکو نړولي دي او همدا راز يې د سيمې د عامو خلکو په کورونو هم چاپې اچولي دي او څلور تنه ولسي ګړي يې له ځان سره بېولي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې او شپنيز عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.
داهم اخلاق دا یې هم هغه خوشې په نوم اسلام نو طالبان به څرنګه له داسې فاسدې انتی اسلامي انتي سیله رحم او انتي اخلاقي رژیم سره يو ځای لکه غربیان یې چې غواړي کار وکړي او يو ځای شي !! په دغو کوچنیانو دزړه رحم هم نلري نو اوس چیرې د بشر حقوق ، چیرې یوناما ، چیرې امنستي انټر نشنل ؟ ټول شته ټول خبردي خو خولې یې پټې نیولې ! ددوی لپاره مړ مسلمان ښه مسلمان دی او ژوندی مسلمان بد مسلمان دی ! دغو وړو هلکانو د ژوند حق لاره او تر اوسه پورې یې هیڅ… نور لوستل »
دومره مدرسی د روسانو د اشغال او د هغوی د کمونستو غلامانو دوره کی نه دی ویجاړ شوی او د مدرسو کوچنی طالبان په شهادت نه دی رسیدلی لکه څومره چه د امریکایی اشغال او د غلام غنی په دوره کی ویجاړ او طالبان یی په شهادت ورسیدل. دا معنی چه روسی او امریکایی اشغال د افغان مجاهد اولس په مقابل کی ګډ مخرجونه سره لری چه هغه د الهی نظام مخنیوی دی استعماری قدرتونه یعنی د مظلوم بشریت د شمنان او استثمارونکی دی او استثمار په بی عدالتیو او ګډوډیو کی رامنځته کیږی ( اوبه خړی کړه ماهی نیسنه… نور لوستل »
د سولی پړاوونه او د کفارو وحشتونه، بس الله د دا پړاوونه اخری پړاوونه کړی.