افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: بین الافغاني مذاکرات تر راتلونکو دوو اونیو پیلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ اووم پړاو «حساس» مذاکرات د قطر په پلازمېنه دوحه کې روان دي او دواړه لوري د یوه توافق په درشل کې دي، ګډ حکومت تمه لري طالبان به ورسره کېني او د سولې خبرې به ورسره وکړي.

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل « تمه ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازو تر منځ خبرې پیل شي، جرمني هیواد موږ ته ډاډ راکړی چې د دواړو لورو تر منځ به خبرې پيلوي او د مذاکراتو  تسهیلات برابروي».

ګډ حکومت داسې مهال له طالبانو سره د ناستې په تمه دی چې، تر دې دمه طالبانو په مکرر او جدي ډول ورسره د یوه «نظام» په حیث خبرې رد کړې او ګډ حکومت یې د غرب «ګوډاګی» بللی.

تېره ورځ د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» یو ځل بیا تاکید وکړ چې، ګډ حکومت ورته د یو نظام په حیث د منلو نه دی او کله به هم رسمي مذاکرات ورسره ونکړي.

په داسې یو حالت کې چې ګډ حکومت د دوحې په مذاکراتو کې په بشپړ ډول منزوی شوی، طالب او امریکایي استازي یو توافق ته د رسېدلو په تمه د خبرو مېز ته ناست دي، تر ډېره تمه کېږي چې دواړه لوري به په دې پړاو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي یوه توافق ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

دامریکاتالي څټي دې خبروي چي هسې ځانونه مه شــــــرمه وۍ له خیره
طالب لتاسوسره نه کېني
تاسودمحاکمې وړیاست که طالب مووبښي اوپه جنایاتوموسترګې پټې کړي هم ستاسو نېک بختي به وي

عبدالمالک همت

لومړی خو بايد جرمني ته هيڅ د مداخلې چانس ورنه کړل سي، ځکه دا هغه هيواد دی چي پر ګران هيواد افغانستان باندي د امريکايي يرغل پرمهال يې د امريکې د ښي لاس په توګه د بن په کنفرانس کي د افغانستان کورني دښمنان کوم چي د امريکې جاسوسان او مزدوران ول سره را غونډ کړل او د افغانستان د اسلامي امارت په ور وېشلو کي يې ډېر رذيلانه رول ولوباوه . اوس هم دغه د امريکې راسته لاس غواړي هماغسي يو بل رذيلانه نقش بازي کړي. بل هر څوک چي غواړي د طالبانو سره خبرو ته کښېني، د کابل… نور لوستل »

جميل

دوی ته بين الافغانی مذاکرات څه ښکاری ؟ او که دوی دا فکر کوی چی دا خبيثان به د اسلامی امارت په اسلامی نظام کی لوړی څوکی او مقامونه ولری ، دا مفسدين غوليدلی ، دوی دی د طالبانو د بهرنی مذاکرچيانو(ډيپلوماټانو) دا پورته عکس ته وګوری چی دا بی همته ځان پکی ځايولای شی ، د پرديوغلام د مالک سره برابريدلای شی ، خاين بی دينه د مخلص موئمن سره يو کيدلای شی ،….؟
ای غلامانو! تاسی بله چاره نلری يابه پخپلو بادارنو پسی تښتی يابه اسلامی نظام منی .

الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مخی: نن صبا نړی د یو کلی حیثیت لری روسان، اروپایان، چیناییان او امریکایان پکی ملکان، خانان او بدمعاشان ځانو ته وایی د کلی خلک یو د بل په مقابل کی کاروی، ځینی خبری په دریم ګړو او جرګو ترسره او ځینی بیا په عدالت او لا په زور فیصله کیږی. طالبانو خبل زور او نظامی پیاوړتیا ټولو ته وښودله، مګر دومره هم نه ده چه امریکایان او ناتو په وج زور له هیواده وباسی ، مګر دغو نظامی تاکتیکونو یی ملا ور ماتبه کړی او د روسانو د برخه لیک ( نړیوالی انزوا )… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x