افغانستان

یوناما: سوله او ټاکنې باید یو بل لغوه نه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل):په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه  ماموریت «یوناما» وایي، سوله او ټاکنې دواړه د افغانستان په راتلونکې کې څرګند نقش لري او باید د یو بل د وروسته پاتې کېدو لپاره ونه کارول شي.

د یوناما له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « دا موضوع باید څرګنده وي، سوله او ټاکنې د افغانستان په راتلونکې باندې څرګند اغېز لري، ملګري ملتونه دې دواړو موضوعاتو ته د لومړیتوبونو په سترګه ګوري او په یو وخت د ترسره کېدو ملاتړ یې کوي».

خبرپاڼه زیاتوي « سوله او ټاکنې باید یو بل اغېزمن نکړي او دواړه کارونه باید په بشپړه انرژۍ او قوي تعهد سره مخ په وړاندې ولاړ شي».

د خبرپاڼې له مخې، ملګرو ملتونه د رڼو ټاکنو له پروسې سره یو ځای د سولې له خبرو هم په بشپړ ډول ملاتړ کوي، د سولې لپاره په مختلفو اړخونو کې د هڅو اړتیا ده او ملګري ملتونه د افغانستان په رهبرۍ د سولې له هرې پروسې ملاتړ کوي او باور لري چې په دې برخه کې په سمه لاره تګ پیل شوی».

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت داسې مهال په یو وخت د سولې او ټاکنو  په ترسره کېدو ټینګار کوي، چې تېره ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو شورا له ملګرو ملتونو غوښتي څو ټاکنې له طالبانو سره دسولې تر توافق وروسته وکړي او تر هغه مهاله د حکومت چارې یوې مؤقتې ادارې ته وسپاري.

نوماندانو ټینګار کړی وو، چې رڼې ټاکنې له سولې پرته امکان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ملګرو ملتو ته باید غلام ملتونه وویل شی، له دوهم عموم جنګ وروسته چه جرمنی په شرقی او غربی وویشل شو ، غربی برخه د امریکا او شرقی برخه یی روسانو ته ډالۍ شوه. نظم نوین چارنی له دی فرصته ناوړه ګټه پورته کړی په نیو یارک کی یی د ملګرو ملتو د پاره لوی دفتر پرانستلو . بی له دی چه د دی هیوادو سره توافق ته ورسیږی پنځه اتومی وسلی لرونکی هیوادونه یی د بنځه خدایانو په شان د امنیت د شوری په نوم دملګرو ملتو د پاسه کینول یعنی ملګری ملتونه چه هره فیصله وکړی دغه پنځه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x