افغانستان

روغتیا وزیر: نشه یي توکو ته دې قانوني اجازه ورکړل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د روغتیا وزیر«فیروزالدین فیروز» وايي، په تېرو اتلسو کلونو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې هيڅ لاسته راوړنه نه لرو او ورځ تر بلې د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

فیروز چې له نشه یي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته یې خبرې کولې وویل « په تېرو کلونو کې د نشه یي توکو په وړاندې مبارزه بې پایله وه او یادو توکو ته د اسانه لاسرسي له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمېره لوړېږي».

نوموړي زیاته کړه « ما له کابینې سره دا موضوع مطرح کړې او د مشرانو تر منځ مې ورباندې خبرې کړې خو هغوی ټولو زما مخالفت کړی، په هغه صورت کې چې د نشه یي توکو مخنیوی نشو کولای باید دې موادو ته د لاسرسي قانوني چوکاټ وضع شي او موږ باید له دې کار ملاتړ وکړو».

د فېروز په خبره، نشه یي توکو د قانوني اجازې تر ورکولو وروسته به د مافیايي کړیو جیب ته د تلونکو میلیاردونو ډالرونو مخه ونیول شي او بزګران به په دې برخه کې ښه لاسته راوړنه ولري.

فېروز همدا راز ادعا وکړه، اداره یې د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې ته بیا هم لومړیتوب ورکوي ا و د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې یې د روږدو کسانو لپاره ۱۰۷ مرکزونه فعال کړي چې هر کال د ۲۰۰ زره روږدو کسانو درملنه پکې کېږي.

د ګډ حکومت د روغتیا وزیر داسې مهال د نشه یي توکو د قانوني کولو لپاره هڅې کوي، چې هر ګال لسګونه میلیارده ډالر له دې توکو سره د مبارزې په موخه ځانګړې کېږي، ګډ حکومت تر ډېره طالبان د نشه یي توکو د کچې د دزیاتېدلو لامل بولي او ادعا کوي طالبان له همدې برخې د خپل تمویل او تجهیز په موخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا مستعمره هیواد دی څه چه امریکا کی قانونی وی دلته هم باید قانونی شی او حتی ځينی جه امریکا کی هم نشته دلته باید ترسره شی هغه د نشه توکو کرنه او تولید دی امریکا او اروبا کی کم او یا نشته ځکه یی په مستعمرو کی کرنه، تولید او په حلا جلا نشه توکو یی بدلول ترسره کیږی او بیا امریکا او اروپا ته د بیلونو ډالرو تر لاسه کولو د پاره په نظامی الوتکو کی قاچاق کیږی لمړی درچه قاچاقبر همدغه فیروز الدین فیروز دی او فیروز چه څه وایی دا هم ورته د اشغالګرو له خوا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x