افغانستان

د امریکا سفیر د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو وژل غندلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل):په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» د طالبانو په برید کې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو وژل کېدل غندلي.

جان بس په خپل ټویټر لیکلي « زه د کندهار په معروف ولسوالۍ باندې د طالبانو برید چې په عامو خلګو او ولسي وګړو سربېره د ټاکنو کمېسیون د اته تنو کارکوونکو د مرګ سبب شوی، غندم».

نوموړی وړاندې لیکي « د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې له یوې ډیموکراټيکې پروسې ملاتړ کوي او د ټاکنو کمېسیو ن د هغو زرګونو تنو کارکوونکو تر شا  ولاړ دي چا چې خپل ژوند د شفافو او رڼو ټاکنو د ترسره کولو په موخه په خطر کې اچولی».

د امریکا سفیر وروسته له هغه د طالبانو برید غندي، چې تېره ورځ طالب جنګیالیو د کندهار په معروف ولسوالۍ له بیلابیلو لورو حمله وروړه او په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ مرکز ونیو.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د معروف ولسوالۍ اصلي او پخوانی مرکز تیر کال مجاهدینو فتحه کړی و، بیا دښمن د ځان تیر ایستلو لپاره د ولسوالۍ نقلي مرکز د یادې ولسوالۍ په ابتو سیمه کې جوړ کړ چې تیره شپه په دغه مرکز هم د مجاهدینو لخوا عملیات وشول، د ولسوالۍ د فتحې په عملیاتو کې لومړی د یوه هاموې ټانک په وسله چې درانه منفجره مواد په کې ځای پرځای شوي و، دروند ګوزار او چاودنه وشوه، وروسته ګڼو مجاهدینو د ولسوالۍ په مرکز او پوستو عملیات وکړل چې د ولسوالۍ مرکز او ۳ دفاعي پوستې ټولې فتحه شوې».

د طالبانو په خبره په یاد بریدکې یې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د هغه د مرستیال په ګډون ۵۷ تنه عسکر وژلي، ۱۱ یې ژوندي نیولي او پراخه اندازه اسلحه یې ګوتو ته ورغلې.

خو د کندهار امنیه قوماندان «تادین خان» وايي، طالبانو په ولسوالۍ باندې د څلورو هاموي ټانګونو په مرسته هجوم ور وړی وو خو د امنیتي ځواکونو له لوري بیرته په شا تمبول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

سفير صاب دا افغانستان دی، د نورو غم پرېږده پر ځان دي فکر کوه . د افغانستان هوا او فضا نوره لا هم مخ پر څپڅپانده کېدو روانه ده او ستاسي د استعمار کښتۍ توپاني سوې او مخ پر ډوبېدو ده. دلته ستا وارو سرو شين سترګو ډېري ککرۍ خوړلي دي. د دې هيواد هر وکړي ته د دوی مذهبي کتاب (قرآن کريم) داسي امر کوي: ﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ﴾ صدق الله العلي العظيم. يعني: او (اى مسلمانانو!) د هغو سره (د تېرى کوونکو مشرکانو او کفارو سره) تر هغه مهاله جنګېږئ چي(د مسلمانانو… نور لوستل »

مجاهد

حیرانوونکی ده، غندل هم تجارتی شوی ، هغه څه غندل کیږی چه د یوه اړخ په تاوان وی مظلوم اولس تاوان باندی څوک یوه اوشکه هم نه تویوی حتی د همدوی له لاسه ده که دوی زمونږ هیواد نه وو اشغال کړی طالبانو به ولی جنګ کولو او خپل عسکر ، بولیس او ملیشی به نه وژل کیدلی او نه به بیګناه او بی دفاع خلک په شهادت رسیدلی. په وردګو کی په مدرسه باندی د کابل د غلامانو او بادارانو چاپه کی هغه مدرسه په کندواله بدله شوی او ۷ کسه ماشومان شاګردان ( تصویرونه و ګوری ) پکی… نور لوستل »

جميل

باس خو ئی خود غندی ، باس خو د خپلو وحشیانو وژل هم غندی . په باس کی که يوڅه انسانی عقل او شعور وای د شفافو او رڼو ټاکنو نوم به ئی نه اخيستلای . چی دا څومره بيحيا او رزيل دی ، او د دی بيحيا رزيلو د وهلو لپاره اللهُ تعالی څومره عزتمن او متقی افغانان روزلی چی د باسانو شيطانت او غورځی پرځی هيڅ کوم اثر پر نلری او يوازی د خپل خالق رضا ئی رضا کړی . باسانو همداسی بيشرمه روزلی هم دی ، طالبان يوه ولسوالی فتح کړی دوی وای ولسوالی نده فتح شوی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x