نړۍ

سوډان: د پوځي کودتا پر خلاف د زرګونو خلکو لاريون کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۸۱ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۸ل):سوډان کې د پوځي کودتاچي رژيم پر خلاف په ټول هېواد کې لسګونه زره لاريونوال لارو او واټونو ته راوتلي او د ټاکنو غوښتنه کوي، خو لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي او ګڼ شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوډان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دغو تازه لاريونونو کې اووه تنه وژل شوي او د لسو عسکرو سربېره ۱۸۱ لاريون کوونکي هم ټپيان شوي دي.

د سوډان پلازمېنې خرطوم او نورو ښارونو کې لسګونو زرو لاريونوالو د پوځي کودتاچي رژيم پر خلاف لاريونونه  پيل کړي او له پوځي چارواکو يې غوښتي، چې واک ملکيانو ته وسپاري او ټاکنو ته لاره برابره کړي.

د ياودنې وړ ده، چې نږدې درې مياشتې مخکې د اپرېل په ۱۱مه نېټه د سوډان دفاع وزير عواد بن عوف د ولسمشر عمر البشير دېرش کلنه واکمني د پوځي کودتا په ترڅ کې نسکوره کړه او واک يې ترلاسه کړ.

له پوځي کودتا وروسته د سیاسي ګوندونو مشرانو او غړو خپلو لاريونونو ته دوام ورکړ او له پوځ څخه يې غوښتنه وکړه، چې واک ملکي ادارې ته وسپاري او ټاکنو ته زمينه برابره کړي.

جنرال عوف له کودتا دوه ورځې وروسته خپله استعفا اعلان کړه او د هغه مرستیال جنرال عبدالفتح برهان د پوځي واکمنې شورا د مشر په توګه لوړه وکړه.

پوځي شورا د سوډان اساسي قانون لغوه کړه، د درې مياشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او د درې کلونو لپاره يې د پوځي شورا واک غځولو اعلان کړی دی.

له تېرو درې مياشتو راهيسې په سوډان کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي او په دغو لاريونونو کې کې تر اوسه ۱۲۸ کسان وژل شوي دي.

د تېر جون په لومړيو کې د واکمنې پوځي شورا او مظاهرينو ترمنځ د سولې لپاره مذاکرات پيل شول، خو هوکړې ته ونه رسېدل، خلکو يو ځل بيا د پوځي واکمنې شورا پر خلاف لاريونونه پيل کړل او د پوځ مرکزي قومندانۍ ته مخامخ لاريون کې پوځيانو پر خلکو ډزې وکړې او لږ تر لږه دېرش لاريونوال يې ووژل.

د پوځي شورا او سياسي ګوندونو ترمنځ تاوتريخوالی روان دی او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا ستونزه به څنګه او کله حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x