نظــر

ایرانی ملا؛ او طالب بیچاره کړې امریکا

استاد محمد زمان مزمل

هاغه ورځ چې په مزار شریف کې د ایران دیپلوماتان په جګړه کې مړه شول او رفسنجاني پکې په توده جذبه وویل، چې د هغوئ انتقام به اخلم، هاغه مهال زمونږ طالب پخپله افغاني جذبه کې، نه د امریکا خطر درک کولای شو او نه د ایران او یا دا چې د مورال لخوا دومره په ځان باوري و چې هر طرف ورسره له نښتې ځان ساته ځکه د طالب ولسي زور یو بې ساری موج پارولی و.

معتصم اغا جان چې د ایران سره په فوق العاده حالاتو کې د هیواد غربي پولو ته ولاړ، هغه پخپل وخت کې امیرالمومنین ته تکرار ډاډ ورکړ چې ایران له طالب نه هغسې اندیښنه لري چې نه غواړي ورسره په ټکر کې شي او د وخت طالب هم د اوضاع د حساسیت له مخې ایراني ملا سره هومره تفاهم او خبره پخه کړه چې کم له کمه د ټکر مخه پکې ونیول شوه او دا یواځنی مورد و چې ایراني او افغاني ملایانو پکې په سیمه کې د سیمې د ګټو د درک امتحان ورکړ او خبره ټکر ته ولاړه نه، معتصم اغا جان سره د دې اوږد تفصیل شته.

ولې په افغاني ملا د خپل مثالي دریځ او یا هم د خام سیاست له مخې اوضاع هاغه وخت رانسکوره شوه چې د امریکا تجارتي مرکز ته د اسامه ملګرو د الوتکو پلته ووهله.

د ستمبر حادثه امریکا ته په افغانستان باندې د هجوم او حضور هغه پلمه شوه چې تر هر چا د دغه هجوم او حضور په اړه پاکستان او ایران د امریکا سره هاغه ملګري وکړه چې پروني طالب پکې د دیپلوماتانو د مرګ وروسته ایران د امریکا لپاره ونه څوخاوه.

حقیقت دا دی چې د ستمبر حادثه د یووشتمې پیړۍ یو تاریخي موړ ایجاد کړ، دنیا ته ګواښ طالب په اوولس ساعتو کې سقوط وکړ، امریکا او تر شا یې ۴۸ هیوادونه افغانستان ته راغلل، د هر چا په فکر کې آن له طالب سره د تنظیمونو د مشرانو ملایانو ملګري شوي کسانو په فکر کې هم دا نه ګرځیده چې بیا به طالب خپلو مخالفینو ته ټوپک په لاس ودریږي، دا چې هغه به امریکا ته نیغ ودریږي او د امریکا تسلط به چیلنج کړي او د امریکا د اشغالي جغرافیې ٪۵۲ سلنه به د خپلې واکمنۍ لاندې کړي دا لا اوس هم د ډاکټر صیب اشرف غني په کلا کې ناستو والیانو ته یو خوب غوندې دی.

هاغه مهال چې طالب مشران قطر ته ولاړل او نظامي طالب لږ څه سیاسي شو. ایران، چین، روسیي سره یې روابط پیداکړل او د امریکا مخالفه جبهه یې پر هغو راپورونو او میداني ویدیو ګانو ډاډمن کړل چې طالب رښتیا د نیم افغانستان پاڼه په واک کې لري.

او بیا چې امریکایي مشرانو جنرالانو په افغانستان کې د قضیې نظامي حل ناممکن وګاڼه هومره چې د طالب له روابطو نه ایراني اخوندانو د امریکا جذبه او زور درک کړ هومره لا خپله طالب دې قضیې ته نه وه متوجه شوی.

د همدې ځایه په هاغه کلونو کې چې امریکا له طالب سره د مذاکراتو خبره مطبوعاتي کړه ایران په خلیج او سیمه کې د خپلې تیرې ماتې د تلافي لپاره قدم کیښود له سوریې او بشار سره نیغ ودرید. حزب الله، حوثي شیعه ګان بلکې آن د منامې او دمام شیعه ګان یې پخپل کمربند کې شامل کړل.

امریکا ته د ایران دا پرمختګ هاغه د کارتر د پالیسې په حساب چې باید د شیعه عنصر نه د عربانو په کابو کولو کې استفاده وشي امریکا دا پرمختګ عادي تلقي کړ ولې کله چې د سعودي د ولیهد یمنی ابتکار خپله سعودي په خطر کې واقع کړ او خلیجي عربان کرار کرار د ایران له ویرې د اسرائیلو دوستې ته وښویدل او ایران؛ حزب الله او حماس سره د روابطو په حساب د اسرائیلو لپاره خطر جوړ شو امریکا وغوښتل چې ایران خپل زاړه حجم ته راکښته کړي.

ولې د طالب سره مذاکراتو ته ناسته امریکا نور د ایراني اخوند په عینکو کې هاغه جلال او شکوه نلري چې د ټرمپ فلمي مانوري یې بیړۍ ایراني اخوندان پښه او پایڅې کړي.

افغانانو په اتلسو کلو کې امریکا هاغه ځای ته رسولې ده چې نور چین، شوروي او ایران ته پکې دا چانس پیدا شو چې د ایران په ځای خپله امریکا د ساړه جنګ دوران امریکا ته راټیټه کړي، که څه هم د امریکا سره افغاني ملا وجنګید ولې نن چې په ایران کې ایراني اخوندان د ټرمپ په مقابل کې کومه ژبه او سیاست چلوي، ګرانه ده چې امریکا پکې له جنګ پرته خپله بایللې آبرو په ځای کړي.

جنګ چې واقعا هلته ناشونی او د ټولې نړۍ لپاره تباه کوونکی ده .

که طالب په سیاست کې څه زده وو او یا یې زده کړي یې، د ایران د ملا د قوي دریځ نه باید دا درک کړي چې هغه د خپل اتلس کلن جنګ په پای کې خپله تیره مبارزه د یوه راټول افغاني هیواد لپاره په سمه طریقه وکاروي.

ایراني ملا تر طالب په دې کې مخکښی دی چې هغه د بهرنیانو پر ضد خپل خلک متحد ساتلی شي او یا د یوه غوڅ اکثریت په حمایه یې ایران تر دغه ځایه را ورساوه.

طالب له ایراني ملا نه باید دا زده کړي چې تر جنګ لوی هنر د ملتونو په یوه لاره روانول دي.

طالب چې په یو سیاسي حل ولاړ دی تر هر څه دمخه باید د خپلو مخالفینو سره خپل لوېدلي پلونه جوړ او اباد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

داستادمزمل سره زما لیدنه څلورکاله مخکي په دوبئ کی په هغه غونډه کي  شوی وه چی ملاعبدالسلام ضعیف، نظرمحمد مطمئن اوډیري کسان چي دمجلس فْضأزمادعلاقی سره یي اړخ نه لګاوه نوچوپ پاتی شوم خوپه پای کی دضعیف صیب په غوښتنه اواسرارباید څه ووایم دمجبوریت له مخي مادستراستکباردسرلارې اودهغو په ګوډاګیانورڼا واچوله چي صلیبیان په اقتصادی اوسیاسی ډګرکي په کوم موقف کي  اودخپلواکۍ دلاري لارویان په کوم موقف کي قرار لري اونژدي ده هغه چاته به په ګونډوشي چي هیڅ چایي تصورهم نه کاوه خوزماخبري په ځینودوستانوښي ونه لګیدي په هر صوررت اصلی مطلب ته راګرزم په ټول  درناوي سره چی… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ساپی صاحب السلام عليکم ورحمة الله آفرين !
زموږ په ځای کي يو وچ غوندي کارېز دی. اوسېدونکو به يې ويل : د دې کارېز باغ تللی دی يوازي يې غر پاته دی.
اوس هم د ډېرو کسان پخوانی باغ له منځه تللی يوازي غر ، يعني پالتو او تشي او بې ګټي خبري ور پاته دي.
زه خپله د دغسي منځ خالي ليکنو پر ويلو وخت نه ضايع کوم، خوتاسي ته دي خدای خير در کړي چي د پورتنۍ په اصطلاح مقالې بې مختوا توب مو په لنډو ټکو کي څرګند کړ. الله دي اجر در کړي.

ساپی

سمون: دینې علمأوو. راوستلی

جميل

دا څه ضد او نقيض او د غرضه ډکه بی مفهومه ليکنه ده . طالبانو ۴۸ هيوادوته ماته ورکړه ، امريکا ئی د زوره واچوله او د پخوانی د سړی جګړی موقف ته يی راکښته کړه او د هيواد د آزادی او خپلواکی په لور رهی دی ، خو زده کړه بايد د ايرانی شيعه آخوندانو وکړی، عجيبه منطق دی . طالبان کرام همداسی بی تعصبه او مخلص خلق شوی دی دا د پاک الله(ج) پر ټوله اسلامی امت په تيره بيا زمونږ پر کړيدلی او مظلوم ولس ډيره لويه پيرزوينه ده ، که يی احترام نشی کولای بد خو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ګران جميل صاحب السلام عليکم ورحمة الله ! زه هماغه ستا سي صحرايي قلمي ملګری يم او د خپل دې خصوصيت پر بنسټ په دې اند يم چي:« رښتيا، رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم» . دا د کندهار د صالو خان د چمن سګوانان هم د سګوانۍ عجيبه شوقي خلک وه. وايي يو سړی چي تازه يې پر سګواني شوق راغلی وو او غوښتله يې دی هم په مشهورو سګوانانو کي وشمېرل سي، خو د مفلسۍ له امله يې زبر سپی نه سوای موندلای، نو بالاخره يې په يوه درمن کي يو چغال ونيو… نور لوستل »

جميل

ګران او محترم ورور همت صاحب عليکم السلام ورحمته الله تعالی وبرکاته !
الله تعالی دی پر ايمان او عمر برکت کښيږده .
د خوندور شعر په اړه : مسلمانان الحمدلله ډير دی ، خو داچی څو به ايمان ولری او څو به يی د ځان سره يوسی .
اللهُ تعالی مو دی په رښتيا او صداقت کی نه ريږدوی او د ايمان مرګ راکړی .
دعاوی کوی .

غ.حضرت

د مزمل صاحب د نظر په هکله د ویلو څه نلرم خو د ایرانی ډیپلوماټانو د وژلو په باب می د هغه وخت یو ذهنیت یاد ته راغی. د شورویانو د تجاوز په نتیجه کی د نیم افغانستان خصوصاً شرقی- جنوبی پښتنی سیمی ویرانی او په سلهاوو زره افغانان پکی ووژل سوه خو کله چی طالب مسلط سو زموږ په هیواد کی د اوسیدونکو شورویانو ( چی حتماً په سفارت یا نورو فرهنګی- تجاری مرکزونو کی موجود وه) د یوه شوروی پزه هم وینی نه سوه خو په مزار کی ایرانی کارکوونکی چی طالبانو جاسوسان بلل ووژل سوه. څومره به… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x