افغانستان

ولایتي شورا: تخار د سقوط په څنډه ولاړ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل):د تخار ولایت د ولایتي شورا چارواکي وايي، طالبان د مرکز پنځه کیلومترۍ ته رارسېدلي او که بېړني امنیتي اقدامات ونشي تخاربه له سقوط سره مخ کړي.

د ولایتي شورا د غړو په وینا، د طالبانو راتګ او د امنیتي ځواکونو سره د هغوی مکررو نښتو د خلګو زراعتي لاسته راوړنې په اوبو لا هو کړې.

د ولایتي شورا یو غړی «عصمت الله قرباني» وايي، طالبانو ددې ولایت په اشکمش، بهارک، نمک اب او خواجه غار ولسوالیو کې خپل تحرکات زیات کړي، دوی د مرکز تر پنځه کیلومترۍ رارسېدلي او که چېرې یې مخه ډب نشي د کندوز فاجعه به په تخار کې هم تکرار شي.

د تخار ولایت اوسېدونکي هم په دې ولایت کې له نا امنیو سر ټکوي، ددوی په خبره طالب جنګیالیو له ګاونډیو ولایتونو څخه تخار ته رامخه کړې او ددې ولایت د سقوط نیت لري.

ځايي اوسېدونکي د کافي اندازه پرسونل نشتون او د مرکزي حکومت نه پاملرنه د تخار ولایت د سقوط لپاره کافي بولي.

خو ددې ولایت امنیتي چارواکي بیا دا ډول ادعاوې ردوي، د تخار امنیه قوماندان «حشمت الله مسلم»  وايي، د هغو کلیو اتیا سلنه یې بیرته نیولې چې تر دې وړاندې طالبانو ورباندې واک درلود.

د تخار ولایت د احتمالي سقوط خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې د مرکزي حکومت امنیتي چارواکي ادعا کوي، طالبان به په څلورو میاشتو دننه له سقوط سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x