افغانستان

مشرانو جرګه: د لونګۍ او چادري توهین کوونکي دې قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وایي، لونګۍ او چادري د افغانستان د خلکو لپاره سرې کرښې دي او توهین کوونکي یې باید قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» د تېرې ورځې په غونډه کې وویل « لونګۍ او چادري د اسلامي شعایرو او د افغانستان د خلګو له فرهنګي ارزښتونو څخه دي، د پردیو هیوادونو په اشارو چلېدونکو کسانو ته باید اجازه ورنکړل شي د هیواد په داسې حساسو موضوعاتو کې کار وکړي او د نورو هیوادونو پروژې پلې کړي».

د مشرانو جرګې یوې بلې غړې « ګلالی اکبري» وویل « لونګي او چادري د افغانستان د خلګو فرهنګي ارزښتونه دي او چادري افغاني مېرمنې د حجاب په حیث کاروي، باید احترام ورته وشي».

د مشرانو جرګه وروسته له هغه د لونګۍ او چادري د توهین کوونکو په وړاندې د ګام اخستلو غږ کوي، چې څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» پخوانۍ سلاکارې «فرخنده زهرا نادري» د «لونګي د چادري په وړاندې» تر نامه لاندې په کابل کې یوه غونډه رابللې وه او په یاده غونډه کې یې غوښتنه کړې وه، څو د لونګۍ او چادري په ضد کمپاین وشي او کارول یې منع اعلان شي.

د زهرا نادري دې ګام په ټولنیزو رسنیو ګڼ غبرګونونه راپارول، د ټولنیزو رسنیو فعالانو له لونګۍ سره د خپلو عکسونو په خپرولو د لونګۍ مخالفت وغانده او دا هر څه یې د پردیو هیوادونو له لوري پلان شوي یاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز احمد

دا صرف لونګی او چادری نده بله ورځ وایی چی پرتوګ اغوستل هم د ښځو لپاره ستوزه ده چی باید وانه اغوستل شی

حکیمي

څوورځې لاشته بیابه نه په دې مسلمان ملت دزهرا باړې چلېږي نه درولا

طیب

زهـرا نادري دي خپل شاپټ پہ خلقو نہ ھغہ کوی

شفیق

چرته دی ذبیح الله مجاهد صاحب؟؟؟؟؟

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x