افغانستان

سروې: د ۶۴ ولسوالیو چارې د هیواد له نورو برخو مخته وړل کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): طلوع نیوز د افغانستان د ولسوالیو په برخه کې د ترسره کړې سروې په مټ څرګنده کړې، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۶۴ ولسوالیو ادارې چارې په بشپړه توګه فلج شوې او یا یې هم  ولسوالان د هیواد له نورو برخو کنټرولوي.

د کندهار ولایت معروف، میانشین، نېش او غورک ولسوالۍ؛ د پکتیکا ګیان، نکه، ګومل او چارباران ولسوالۍ؛ د کندوز ولایت ګل تیبه، کلباد، اقتاش او دشت ارچي ولسوالۍ؛ د بغلان ولایت بُرکه، تاله او برفک او دهن غوري ولسوالۍ؛ د زابل ولایت نوبهار، ارغنداب او خاک افغان ولسوالۍ، هغه ولسوالۍ دي چې ولسوالان یې چارې له نورو ځاینونو اداره کوي.

د سروې له مخې، دغه ولسوالان اکثریت د طالبانو د بریدونو له وېرې د ولسوالۍ مقر ته نشي تللای او د ولایت له مرکز یا نورو برخو څخه د ولسوالۍ چارې کنټرولوي.

سروې ښيي، د فاریاب ولایت د نهو ولسوالیو ولسوالان په اړوندو ولسوالیو کې شتون نه لري او په دې لړ کې یې لومړۍ درجه خپله کړې او غزني د اتو او فراه او هلمند په نهو ولسوالیو کې د ولسوالانو د نشتون له امله په دې لړ کې په دریمه درجه قرار لري.

د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ ولسوال وایي، د ولسوالۍ مقر تر ډېره د طالبانو او داعش جنګیالیو تر بریدونو لاندې وي او زه نشم کولای هلته ولاړ شم کله چې ځم د الوتکې په مټ هلته ځان رسوم «کله په دوه او کله هم په درې میاشتو کې او کله هم شپږ میاشتې هغه هم اوضاع ته په کتو سره، الوتکې راځي او موږ له هغه ځایه دلته او کله هم له دې ځایه هلته لېږدوي».

د سیمه ئیزو ارګانونو خپلواکه اداره هم دا راپور تائیدوي، د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم طلوع نیوز ته ویلي «په دغو ولسوالیو کې ولسوال لرو؛ خو هلته نه دي. عدلي او قضايي ارګانونه هم هلته دي، د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی ولاړ شي او په همدې ډول، ملي پوځ، پولیسو او امنیت هم هلته نشته.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x