افغانستان

طالبان: کابل کې د دفاع وزارت لوجستیک ریاست مو تر بریدونو لاندې نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل):طالبانو د کابل ولایت په شپاړسمه امنیتي حوزه کې له پل محمود خان سره نږدې د دفاع وزارت په لوجستیک ریاست باندې د برید پړه په غاړه واخسته.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې لیکلي « نن سهار شاخوا اته نیمې بجې د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند د کابل ادارې د دفاع وزارت د لوجستيک او انجینرینګ مرکزونه تر فدایی بریدونو لاندې راغلل.

لومړی د یوه موټرپه وسیله د دفاع وزارت  د یادو څانګو په مخ کې پراته موانع لرې شول او ودانیوته يې هم سخت زیان واوښت، وروسته ګڼ شمیر فدایي مجاهدین د دفاع وزارت د غې برخې ته داخل شول او هلته يې په میشتو، افسرانو، عسکرو او اړوندو کسانو باندې مرګوني ګوزارونه پيل کړل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د لومړنیو راپورونو په اساس تراوسه پورې لسګونه تنه د دفاع وزارت اړوند افسران او عسکر وژل شوي، او لاهم تر بریدونو لاندې دي، داچې لومړنۍ چاودنه ډيره ستره وه، په ځينو برخو کې د ودانیو شیشې ماتې کړي چې له امله يې یو شمیر ملکي خلکوته هم سطحي زیانونو اوښتي دي.

خو د برید هدف ملکي خلک نه، بلکې د دفاع وزارت اړوند څانګې وي، چې موټربم او مجاهدین هغو خپلو اهدافو ته رسیدلي دي».

د خبرپاڼې له مخې، طالب جنګیالي لا هم له دولتي عسکرو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د کورنیو چارو وزارت هم له طالب جنګیالیو سره د دولتي سرتېرو جګړه روانه بولي خو په وینا یې، سیمې ته یې د حالت د کابو کولو په موخه ځانګړي امنیتي ځواکونه لېږلي.

ویل کېږي په دې برید کې د فوټبال فدراسیون ودانۍ هم زیان لیدلی او یو شمېر ورزشکاران او کارکوونکي پکې زخمیان شوی.

د دفاع وزارت لوجستیک ریاست چې د انګلستان او امریکا سفارتونو ته نږدې موقیعت لري داسې مهال د طالبانو تر برید لاندې راځي، چې تېره ورځ امنیتي چارواکو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ادعا وکړه، په کابل ولایت کې یې د ۶۰ سلنه بریدونو مخه نیولې او د وضعیت د لا ښه کولو په موخه هلې ځلې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

تیره ورز په وردکو کی هم عام خلگ شهیدان شوی هر چا چی کری وی ظلم او وحشت دی الله پاک دی سزا ورکری. نن په کابل کی چاودنی او وژنی سوی، طالبانو منلی. سوال: ویل کیزی چی تر اوسه تقریبا اویا ۷۰ نفره مره او زخمیان دی. فرض کری ۳۰ نفره ددولت دی دایی د طالبانو د خبرو پر اساس د گوداگی دولت کارمندان دایی تول مردار او طالبان یی غازیان. دا ۴۰ عام وگری چی مره او زخمیان دی دا سه شی دی شهیدان که مردار؟؟؟؟ که شهیدان دی په کوم مذهب کی یی مرگ روا وو؟؟؟؟ که… نور لوستل »

بادشاه خان.

په بحث کې ګډون وکړه…عبدالله وروره سلامونه.
ښه پوښتنه د مطرح کړی.ځواب یی درته لیک.
د ڼڼی قتل په کابل کی .د ایی،ایس،ایی په کتاب دوهم جلد سلم مخ کی روا بللی شوی دی.فتاوی .
فتاوی عمرانیه.فتاوی مشرفیه.فتاوی،حمیدګلیه.فتاوی نوازیه،فتاووی ضیآلحقیه.
او د پرون قتل په وردګو کی ،د سی .ایی.ای په کتاب کی شلم جلد.صفحه اول فتاوی .غناویه،خالیدیه.فتاوی محبیه.فتاوی ټرمپیه.
هیله چه جواب د تر لاسه شوی وی.

اجمل

خوشحاله به هم یی چی پدی کار به د خلکو زړونه په لاس راوړو او محبوبیت به مو زیاد شی؟ ####چی پداسی یوه عمل امر کوی چی د یوه کس په خاطر په سلګونو نور بیګناه وطنوال وژنی.

pattang

عجیبه منطق او عجیبه نړۍ ددالر بازو ،بې کارو او بې استعداتو رشوتخورو دالر بازانو ده ! پرون چې په میدان وردګو کې ۸ وړوکي ماشومان په قتل ورسیدل او داشغالګرو او فاسد رژیم عساکرو اوصلیبي مذدورانو له خوا نیم ښه نیم ښوري له نړۍ لاړل نو هیچا نه خلقي ، نه پرچمي ،نه نظاریانو او نه ملتیانو او نه غربي بشردوستو دیموکراتو خپل اواز ونه پورته کړل او نه ئې وغاندل ، ټولو خپلې خولې پټې نیولې وې او دي ! نن چې د درواغجن ، لاپوک او مذدور رژیم افزار او دالري مذدور ان له منځه ځي نو… نور لوستل »

اجمل

څومره بیغیرته سړی یی په کوران. هغوی خو فکر وکړه کافران دی له کافرو څه ګله چی ماشومان وژنی، تاسو خو ځانو ته مسلمانان وایی بیا نو ستاسو او د هغو تر منځ څه فرق دی؟ الله د ستاسو ورور او خپلوان پداسی برید کی برابر کړی چی پوه شی چی څه خبره ده. ماته دواړه حکومت او طالب ځناوران ښکاری دوی وحشیان دی نه انسانان ځکه چی دواړه د بیګناه کسانو د وژلو لپاره کار کوی.

masoom afghan

زه خو دې ته حیران یم چې ددولت پلوه خلک مړه شي او یاهم خداﺉ مکړه د طالبانو په برید کې خلک مړه شي
رسنۍ او که دا عام خلک دی دومره شور غوغا جوړه کړي بالعکس چې دولت چاپه ماران ضربتیان او کمنډویان عام خلک په کلو یا بانډو کې خلک شهیدان کړی هغه بیا هیڅوک هم نه یاده وی
د میدان وردګو د مدرسې پیښه هیڅوک هم نه ښایي

Naim

هغه خو دولت دی او ته خو یاغی یی. ولوله ولوله ته یاغی یی. ته خلک په زور او زیاتی خلک خپل تابع کوی. پیغمبر (ص) خلک په خپلو اخلاقو زان ته تابع کول. ته خو وایی جی وزنی یی هر هغه سوک جی ستا(طالب) مخالفه خبره وکړی. ته قسم په خدای وکړه جی داټول عملیات مو له پنجابه نه پلان کیږی.افسوس افسوس په دااسلام. امریکا او پاکستان مو شه استعمالوی. مړه کړی سومره جی مړه کولای شی مړه کړی. نه عالم پریږدی او نه هم دسر سړی. خو پدی پوه شی جی د الله (ج) نیول سخت دی .… نور لوستل »

غ.حضرت

یاره غمی خانه نر ئې البته د خندا دی هم مړه کړی یو.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x