نړۍ

شمالي وزیرستان باندي ډرون برید مرګ ژوبله واړوله

drone_attack_on_wazeristan (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۲) وزیرستان: نن سهار دلسو بجو به شاوخواکي دشمالي وزیرستان دمیرام شا بازار څخه ۳۵ کیلومټره لري میرعلي به سیمه کي دامریکي بی پیلوټه الوتکو یو کورتربرید لاندي راوستي، له سیمي څخه عیني شاهدانو خبري رسنیوته  په ډاکه کړه چی دوو ډرون الوتکو پریو کور باندی یو په بل پسی څلور توغندي وتغول چي له کبله یی ۲۵ کسه وژل شوی  او په لسګونو نورسخت ژوبل شوی دي، دنن ورځي برید په داسي حال کي رامنځ ته کیږي چي تیره ورځ په اسلام اباد کي د امریکي دفوځ دلوی درستیز مایک مولن اودپاکستاني فوځي چارواکو ترمنځ دیري ممهي خبري شوی وی، په خبرو کي پاکستاني چارواکو له امریکا یانو غوښتي وو چي وزیریستان کی ډرون بریدونه بند کړي، او امریکایی چارواکو بیا پر پاکستاني څارګره اداره باندي تور لګولی وو چي په شمالي وزیریستان دحقاني له ډلي سره نژدي اړیکي لري اوترڅو چي پاکستاني څارګري اداری دحقاني له ډلي سره اړیکي نه وی شکولي مونږبه ډرون بریدونه بند نه کړو.

بخت الرحمن بخت…………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x