په انځور کې : امیر خان متقي او ملا فاضل اخوند

شاهین: د کابل ادارې سره من حیث حکومت خبرې نه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې طالبان د «کابل ادارې» سره من حیث حکومت خبرې نه کوي.

نوموړي پر خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي چې کله بهرنیان خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلان کړي، دوی به د افغان جهتونو سره مذاکرات پیل کړي خو بیا هم د کابل ادارې سره به من حیث حکومت خبرې نه کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته ویلي وه چې تر راتلونکو دوه اونیو پوري به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شي.

نوموړي ویلي وه: « تمه ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازو تر منځ خبرې پیل شي، جرمني هیواد موږ ته ډاډ راکړی چې د دواړو لورو تر منځ به خبرې پيلوي او د مذاکراتو تسهیلات برابروي».

باید وویل شي چې د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو اوم پړاو خبرې پیل شوي چې په اړه یې ټول اړخونه مثبت پرمختګ ته هیله من دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د