د دفاع وزارت لوژستیک ولې په نښه شو؟

افغان مجاهد

نږدې کال پوره کیدونکی دی چې د ګډ حکومت د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لخوا د امریکایي اشغالګرو په ملاتړ د هیواد په کلیوالو سیمو کې د عامه افغانانو بې رحمه قتل عام پیل شوی دی. نه یوه ورځ یا اونۍ ده او نه هم یوه میاشت. دا څو میاشتې هره شپه په کلیوالو سیمو چاپې وهل کیږي. عام خلک د طالب په نوم په خپلو کورونو کې شهیدانیږي. د خلکو خټین کورونه په بمونو الوځول کیږي. ځوانان یې د میندو تر مخ چارماري کیږي او شتمنۍ یې د بې رحمه سپیشل فورسو لخوا لوټ او تالانیږي.

د دفاع وزارت د ځانګړو قاتلانو او د ملي امنیت د صفر یک، صفر دو او نورو قطعاتو لخوا دغه مظالم داسې حد ته رسیدلي دي چې نور یې تاب او زغمل د هر چا له وسه بهر دي. همدا وړمه شپه د دفاع وزارت ځانګړو قاتلانو د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د چهلګزیانو د کلي په دارالحفاظ چپاو وروړو. اوه تنه تنکي حافظان چې معصومې سینې یې د الله تعالی د کلام له انوارو ډکې وې، همدغه نوراني سینې یې په مرمیو ورته غلبیل کړي. وروسته یې ټول دارالحفاظ د قران کریم له سلګونو نسخو سره په بمونو لوټه لوټه کړ چې په وینو د رنګ حافظانو او شهید دارالحفاظ عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ټول اولس ولیدل.

دا یوه پیښه نه ده. بلکې د دفاع وزارت صلیب روزلو قاتلانو په دې شپو ورځو کې داسې لیونۍ اوبه څښلي چې د خونکارو شرمښانو په شان له هیڅ جرم او جنایته مخ نه اړوي. د دفاع وزارت له قاتلانو هیچا په دې ګیله نه ده کړې چې ولې له طالبانو سره جنګیږي. طالب د دوی مسلح مخالف دی، دجګړې په ډګر ورته ولاړ دی او هر ګوزار ته یې سینه سپر کړې ده. اما خبره دا ده چې دې بې وسه اولس څه کړي دي چې هره شپه یې کورونه په بارودو الوځول کیږي او د ماشومانو وینې یې ناترسه بهول کیږي؟؟

که یوازې په تیره یوه میاشت کې د سپیشل فورس او نورو ځانګړو قاتلانو لخوا د شویو بشري جنایاتو سم جاج واخیستل شي او قضایا یې په کومه عادلانه محکمه کې ثبت شي، نو باور دی چې د دفاع وزارت یو کارکوونکی به یې هم د وینو له پوره برائت پیدا نه کړي، بلکې د دې جنایاتو له امله به د اعدام په شان د سخت ترینو سزاګانو مستحق به وبلل شي.

د دفاع وزارت د ځانګړو قاتلانو لخوا روان بشري جنایاتو، ولسي وژنې، د مقدساتو سپکاوی، د کورونو نړول، د مساجدو، مدرسو او دارالحفاظونو عمدي تخریب او د بې چاره ولس د ځان، مال او عزت په وړاندې له کرکې او قساوت ډک چلند دا ایجابوي چې دغه د امریکا په ډالرو پړسیدلي لیوني ماران باید په داسې ډول په سر وټکول شي چې ماغزه یې ځای ته راشي او لږ د خپلو اعمالو له پاداشه خبر شي.

د همدې ضرورت په اساس طالبانو همدا نن د دفاع وزارت د لوژستیک او انجنیرۍ په ریاست فدایي عملیات ترسره کړل،په دې عملیاتو کې لومړی په یاد ریاست د موټر بم درنه چاودنه وشوه او ورپسې څو تنه فدایانو د دفاع وزارت په اړونده ودانۍ برید وکړ. څرنګه چې په دې برید کې د دفاع وزارت اړوندې ودانۍ ته دروند زیان اوښتی و، حکومتي عسکرو د خپلو تلفاتو د پټولو په خاطر سیمې ته ورتلونکې ټولې لارې وتړلې او د خبریالانو په شمول یې هیچا ته اجازه ورنکړه چې د دولتی عسکرو تلفات وویني. دغه راز څرنګه چې د عسکرو مړي او زخمیان د داود خان روغتون ته انتقالیدل نو په دې روغتون کې یې هم د نظامي تلفاتو د رسنیز کیدو په اړه کلکه پابندي ولګوله.

د اشغال تر سیوري لاندې را بوټیدلې ډالري رسنۍ چې د دفاع وزارت د قاتلانو لخوا د کلیوالو افغانانو په روزمره قتل عام یې ګونګې روژې نیولي دي، د کابل د ځپونکي برید په اړه یې یوازې د هغو ملکي خلکو عکسونه خپاره کړل چې په خپلو کورونو کې د شیشو له ماتیدو وروسته سطحي ټپيان شوي وو.  خو حقیقت دا دی چې د دې برید ټول زور د دفاع وزارت له قاتلانو وتلی دی. نن طالبانو له دې قاتلانو د هغو جنایاتو غچ واخیست چې هره شپه په مظلوم اولس روان دي او د پوښتنې یې هیڅوک نشته. نن به د ډیرو هغو ګمنامو کورنیو زړونه ټکور شوي وي چې د کورنیو غړي یې یې د دفاع وزارت د ځانګړو قاتلانو لخوا په چاپوکې وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم بندیان شوي دي. هغه کسان چې د کابل د ننني برید غوندې په دولتي اهدافو بریدونه یې په مزاج درانه وي، لطفا دې دولتي قاتلان له وحشیانه چاپو او ولسي عاموژنو راوګرځوي او کنه دا چې هر عمل عکس العمل لري د دفاع وزارت نورې ودانۍ به هم د ولسي قهر په لمبو کې وسوځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی
احسان محمود

په کابل کې چې هر نظامي ځای ته ځیر شو دا به را ته جوته شي ، چې هغوی خپل ځانونه د لویو – لویو سمیټي دیوالو تر شا پټ ساتلي دي ، او ورتللې ټولي لاري د ملکي خلکو پر مخ تړلې دي ، په ځانګړې توګه د دفاع وزارت چې په ټول نظام کې د افغانانو ستر قاتل پاتي شوی دی ، دغلته مجاهدین پر دشمن حمله کوي او طبعي خبره ده ، چې له ستر انفجار سره د تر لیري د کورو شيشي ماتیږي ، او د چا لاس یا پښه به ورباندي لا محاله زخمي کیږي… نور لوستل »