افغانستان

د کابل مرګونی برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدلو پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت پل محمود خان ته څېرمه په شپاړسمې امنیتي حوزې پورې اړوند د دفاع وزارت په لوجستیک ریاست باندې د طالبانو له لوري پیل شوی برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدلو پای ته ورسېد.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، سهار اته نیمي بجې شاوخوا په دوی پورې اړوندپنځو تنو جنګیالیو چې په سپکو او درنو وسلو او چاودېدونکو واسکټونو سمبال وو د دفاع وزارت په لوجستیک ریاست باندې چې په یو وخت کې د ۳۰۰ او ۴۰۰  تر منځ نظامي افسرانو پکې دندې اجراء کولې، برید پیل کړ.

د مجاهد په وینا، لومړی د حافظ کامران په نامه یوه سرتېري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د لوجستیک ریاست د ودانۍ په مخ کې چاودنه ورکړه او  خپلو ملګرو ته یې د ننوتلو په لاره کې پراته خنډونه له منځه یووړل او ورپسې څلور تنه نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل.

مجاهد وایي، برید یې له زیاتې مودې پلان کړی وو او ټول اړخونه یې په ښه توګه سنجولي وو نو ځکه یې د نوموړي په خبره «دښمن» ته خوارا درانه تلفات واړول او د اتو ساعتونو په جریان کې یې لسګونه افسران او دولتي عسکر ووژل او په زیاته اندازه یې ټپيان کړل.

نوموړی یو شمېر عامو وګړو د ټپي کېدو لامل درانه منفجره مواد بولي او په خبره یې، رسنۍ بیا همدا تلفات لوړ ښيي او له همدې لارې غواړي ددوی بریالی برید ناکام او په عامو خلګو کېدونکی وښيي.

طالبانو د یاد برید هدف ځکه مهم یاد کړی، چې په وینا یي، په کلیو او بانډو باندې د وهل کېدونکو چاپو اکمالات له همدې مرکز څخه کېدل او عامو خلګو ته یې درنه مرګ ژوبله اړوله نو ځکه ددوی د سرتېري برید هدف وګرځېد.

بل لور ته د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا عام وګړي د طالبانو د برید هدف بولي او په وینا یې، په یاد برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور تنه عام وګړي وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د طالب او امریکایی کافر تر مابین څه فرق دی، دواړه خلګ وژنی. د یو څو عسکرو په خاطر یی نن په سلګونو نور بیګناه افغانان د غم په ټغر کيښنول. الله مو دواړه تباه کړه هم حکومت او هم تاسی سپګین مردار خواره.

اجمل

فکر وکړه کچیری ستاسو د کورنی یو غړی پداسی جنګ کی ووژل شی چی نه د حکومت غړی وی او نه هم طالب، ستاسو غبرګون به څه وی؟ د هغو ماشومانو ګناه څه وه چی پر مخ یی وینی را روانی وې؟ آیا اسلام دا وایی چی د یو څو کسو په خاطر اکثریت بیګناه شهیدان کړی؟ آیا کله مو هم په داسی عملیاتو سره کوم ځای ساتلی او نیولی؟ هم ځان جهنم ته لیږی او هم سبب د وژلو د نورو کیږی. داسی احمقانه کار د وحشیانو کار نه د انسانانو.

اجمل

د طالبانو محبوبیت د ذبیح الله مجاهد له ټویټ څخه په ګوته کیږی. وګوری څومره خلکو د هغه ټویټ غندلی او څومره نورو ورته بد ویلی. طالبان همیشه داسی کارونه کوی چی خپل یو څو دښمنان وژنی خو سبب د تنفر او د دښمنی د سلګونو نورو کیږی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x