
طالبان دياموند دي
د،ب،هيښ
طالبان د افغانستان په سياسي -اجتماعي جغرافيه کې Diamondدي ، بايد په Brilliantبدل شي.
په ځمکه کې تر اوسه ۱۱۸ عنصرونه چې ټول ژوندي او بې روحه موجودات او ماده ( جامده ، مایع او يا د ګاز په څېر ) ترې جوړ شوي دي وجود لري.
دا عناصر د کمياوي او فزيکي خواصو لکه د تعامل او رابطې ټينګول ، دفشار او حرارت په مقابل کې مقاومت، رنګ ، د برق د جريان انتقال ، کلکوالي او سختی او د مينرالونو د جوړولو له کبله يو دبل سره فرق لري او په طبيعت کې هم ځنې په مستقل ډول او ځنې بيا د نورو عناصرو سره د کمياوي روابطو په تشکيلولو وجود لري .
يو ددې عناصرو نه کاربون (C) دئ چې يو ډير قيمتي او نادره منرال دياموند (الماس) ترې جوړ دئ.
کاربن يو عادي عنصر دئ ، لاکن د خپلو اتومونو د رابطې ، شکل او کريستالي ترکيبي جوړښت(modification) په لحاظ د ګرافيت ,Fullerenاو دياموند مينرالونه هم ترې جوړ دي.
مګر ولې دياموند بيا تر ټولو نادره ، کلک او قېمتي مينرال دئ ، په داسې حال کې چې دټولو دوجود منشأ کاربون دئ ؟
ددې ځواب راز په دې کې دئ ، چې په دياموند کې د کاربون داتومونو موقعيت او رابطه د ګرافيت او فوليرين سره توپير لري .
په دياموند کې د کاربون اتومونه يو دبل سره په مکعبي شکل د څلوریزو رابطو په وسيله دځمکی په تل (150 کيلومتره ژور)د ډېر لوړ فشار (100000 Bar ) او لوی حرارت (1200نه تر 1400سانتي ګراډ ) په وسيله صورت موندلي دئ چې د ټولو عناصرو او مينرالونو په نسبت يې د کلکوالي په سکېزل (1-10)کې اخرینی ځای (10) نيولئ دئ ، چې بل هيڅ عنصر او مينرال يې نه خط کولئ شي ، نه يې داغ کولئ شي او نه يې غوڅولئ شي او دهمدې کيفيت په لرلوپه په يوه قیمتي ماده بډل شوئ دئ او په اجتماعي صنعتي، هنري ، تخنيکي او اجتماعي ساحه کې يې رول مهم شوئ دئ .
د دياموند ارزښت هلته نور هم زيات شي چې په بريليانت بدل شي .
بريليانت د دياموند صيقل شوي ، ښوی شوي او تراشل شوي شکل ته وايي او هر څومره چې په تراشلو او ښويولو کې د تناسب ، تناظر او پوليتور ( صيقل ، ښويول ، روڼ کول ) مهارت نه کار اخستل شوی وي دبريليانت قيمت ور سره لوړيږي .
اوس که د طالبانو پيدايښت ، جوږښت او خواص دقيقاا مطالعه کړو کټ مټ د دياموند په څېر دي .
۱- دطالبانو زيږېدنه د افغان اولس دبطن او عمق نه د هغه فشار او اور نتيجه وه ، چې سياسي -تاريخي استبداد ظلم ،ناروا او وحشيتوب اوج ته ورسېد او په اولس يې دومره زور راووست چې نوره يې د بربريت چاړه د افغان اولس هډوکي ته ورسېده او فقط دوجود او عدم سوال يې مطرح شو . د طالبانو ظهور ددې ضد انساني فشار او سووځوونکي اور په مقابل کې د افغان اولس عکس العمل وو ، تر څو د بې مهاره او بې رحمه اور او فشار د مرګونيو او هلاک کوونکو حملو او دهغوی د شر ، فساد ، جنايت او وحشيکرۍ نه دا عظيم ملت نجات پيدا کړي او د خپلې نابودۍ مخه يې ونيول شي .
مانا دا چې د طالبانو زېږېدنه او ظهور د ځنګلي او بې کنتروله زور او فشار د عمل طبيعي حاصل او پايله ده ، نه کومه غير طبيعي ، مصنوعي او پلان شوې پروژه .
۲- طالب غورځنګ لکه دياموند په شان چې د لوړ فشار او حرارت له کبله يې اتومونه يو دبل سره د نږدې او قوې رابطې په اساس داسې ځای په ځای شوي دي ، چې د د نيا دټولو عناصرو نه سخت ، کلک او اسيب ناپذيره ګرزېدلئ هم د قدرت د غاصبانو او مستبدينو د متواتر او مسلسل ظلم او استبداد د فشار او شيطاني اور له کبله چې دا مظلوم اولس يې په کې چخپيت او سوځولی خپل مقاومت ، کلکوالي اواستقامت حاصل کړی دی او د خارجي عواملو په مقابل کې يې دټولو نظامي ، سياسي ، تکنالوژيکي ، ميډيايي او توطيه اي فشارونو او زورونو سړه سره د دوی رسا قامت نه خم شو او نه مات او داغداره شو ،ځکه د طالبانو د افرادو ترمنځ رابطه چې ديني او ملي منشاء لري ، د الماسو د اتومو په شان يو دبل سره داسې قوي او خلل ناپذيره تړل شوې چې د جهان د لويو قدرتونو د شلولو او جدا کولو ټولې هڅی او تلاشونه يې مسخره او ناکامه کړل او په ملي او بين المللی کچه يې د مقاومت او مبارزې مثال نشته.
۳- طالبان هم د دياموند په څېر چې د عادي کاربون (C) عنصر نه جوړ دئ ، خو د اتومي جوړښت او رابطې له کبله يې د کمياوي عناصرو په منځ کې خاص قيمتي او کيفيتي ځای نيولی دئ ، عادي افغان مسلمانان دي ، خو د خپل داخلي جوړښت او خپلمنځي رابطې (ديني -ملي ) له کبله په افغاني ټولنه ، منطقه او جهان کې د مقاومت او استقامت له مخې تر ټولو سازمانونو او انساني تشکيلاتو په لوړ مقام کې قرار لري او د انساني ټولنې نور افراد په ښکاره او خفا کې يې په دې صفت او کيفيت اعتراف کوي .
۴- بل مهم خاصيت چې د طالبانو د دياموند سره يو شان دئ د طالبانو ديني او ملي خالصيت ،سوچه توب ، ،روڼوالی ، شفافيت او ځلېدل دي. دا ځلا ، شفافيت او روڼوالی يې هم د الماسو په څېر طبيعي دي . د خپل ازاد طبيعت مالکان دي . هېڅ بهرنی ګرد او خيری لکه ثروت ، شهرت ، شهوت ، قدرت او تطميع يې الماسي مزاج او خاصيت نه شي تغيرولاي او د ځلیدو مخه يې نه شي ډب کولائ .
له همدې وجهې لکه دياموند چې د طبيعيتوب ، کلکوالي ، خالصتوب ، سوچه توب او روڼتوب له وجهې د عناصرو او مينرالونو په منځ کې لوړ مقام حاصل کړئ دئ او دې مقام يې ارزښت زيات کړئ دئ ، طالبان هم د افغانستان په ټولنه کې دنورو ډلو ، ټپلو او سازمانونو په تناسب په طبيعيتوب ، مقاومت ،شفافيت او اولسيتوب کې اول ځای لري او په همدې اساس يې ارزښت پيدا کړئ دئ او په انساني ټولنه کې يې دالماسو حيثيت پيدا کړئ دئ .
لاکن هر قیمتي ، سوچه ، طبيعي او د نورو صفاتو لرونکی شی ، ماده او انساني تشکل هغه وخت نور هم خپل قېمت زياتوي چې د ټولنې د ګټې او نورو اسانتياوو د پاره ورنه کار واخستل شي . دياموند په طبيعي شکل يو قیمتي منرال دئ ، خو ارزښت او اهميت يې هغه وخت نور هم ډېريږي ، چې خيرن او پردي مواد ترې لېرې شي ، وتراشل شي ، وتوږل شي او ښوی شي او په بريليانت بدل شي .نو زموږ د طالبانو ارزښت د ټولنې د پاره به هلته نور هم مؤثر ، مفيد او قېمتي شي چې په بريليانت بدل کړل شي.
د بهرنيو خيريو او خاورو نه پاک شي ، کاږه ځايونه يې په مهارت او فني ډول وتراشل شي ، د ښويولو او ځلیدلو د پاره يې صادقانه اقدام وشي ، تر څو يې د مقاومت ، خالصيت او شفافيت نه په استفادې افغان اولس د ټولنيز عدالت نه برخورداره او د ملي ازادۍ -خپلواګۍ د ناوې ښکلا او بقا يې د همېش د پاره تثبيت او تضمين شي .
لکه د دياموند وجود چې د طبيعت او انساني ټولنې دپاره يو الهي نعمت دئ ،طالبان هم د افغان اولس او زموږ په انساني دنيا کې يو قیمت بها نعمت دئ ، چې بايد ددې نعمت نه د ستونزو د حل ، رفاه او اجتماعي عدالت د استوارولو د پاره کار واخستل شي .
اوس د افغاني ټولنې د ديندوسته – وطندوسته ، اولسدوسته، ازادي دوسته ، خپلواکۍ دوسته ، انساندوسته او عدالتدوسته افرادو او قشرونو مسؤليت دئ چې ددې افغاني الماسو په بريليانت بدلولو کې خپل لياقت ، فن او علميت په کار واچوي او دا قېمتي انساني الماس په ساينسي او معاصرو علمي وسائلو، معقولو مشورو ، سالمو انتقادونو ، تشويقونو ، تماسونو او حمايتونو داسې تراش او ښوی کړي چې په کلکوالي يې د استبداد ريښې پرې او په څلېدو يې د مستبدينيو سترګې ړندې شي .ترڅو دا مظلوم ملت نور د جابرانو او دیکتاتورانو د وحشيتوب نه د دوی په وسيله خلاص کړي ، د خپل وطن مشکلاتو پرې حل او د ابد دپاره دشر-فساد- استبداد او زورګويۍ منفور دود ته خاتمه ورکړي.
دالماسو په برخه کی الماسی لیکنه.الله دی تاسو ته خیر نصیب کړی او په لاسو دی برکت وراضافه کړی.
هیښ صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، د طالبانو کیفیت دی د الماس یا ډاموند په تعریف او کیفیت کی ښه تمثیل کړی زه سل په سلو کی درسره توافق لرم زه وایم چه تر الماس او ډایمونډ هم زیات دی. مګر دا پوښتنه چه طالبان د یو مور او پلار بچیان نه دی نو څرنګه یی ټول د دی لوی کیفیت او حیثیت لرونکی شول؟ زه به یی هم د ځواب په اړه هغه څه چه زه معلومات لرم ولیکم او هیښ صاحب تاسی هم مهربانی وکړی او که نور پوهان ورونه یی په اړه څه لیکی… نور لوستل »
جوړ تازه.
د،ب،هیښ ته.
طالیبان څنګه دیاموند دی؟
دوه ورځی وړاندی یی کابل کی پنځه سوه مسلمان ماشومان په وینو سره بکر کړل.
رسول الله.ص طایف کی د یهودو ماشومانو له خوا په کاڼو زخمی شو،او رسول الله ص ښیرا هم ورته ونه کړه.
مګر د کابل ماشوم بی ګناه د طالیب له خوا په وینو کی ولمبول شو.
ایا دا دوی دیاموند دی؟
که طالب الماس نه وي هم نو ترطالب اصیل عنصر نشته بل
د پورته لیکنی په هکله د ویلو څه نلرم خو:
د ګران بیه توکو په بازارونو کی د نړی تر ټولو ستر شیادان او جعل کاران او حریص او غولوونکی بدماشان لګیا دی چی پر عامه رانیوونکو باندی جعلی الماسونه او طلاوی د اصلی الماسو او طلاوو په نوم او بیه و پلوری خو نن سبا یو کراچی وان او پینه دوز هم د جعلی او اصلی توکو په ماهیت او اصلیت پوهیږی.