نظــر

د کابل ماشومانو ته د یوه طالب پیغام

د کابل ماشومانو!

باور وکړئ چې ستاسو له لاسونو د بهیدلو وینو له څاڅکو سره مې د زړه وینې څڅیدلي دي. د نننۍ چاودنۍ له امله ماتې شوې ښیښې که ستاسو په لاسونو لګیدلي او سطحي یي ټپیان کړي یاست. خو دغه ښيښې بیا زما له زړه څخه پورې ورې وتلي دي. ستاسو د لاس او بدن سطحي زخم زما د زړه ژور زخم دی او ستاسو هرې سلګۍ زما په زړه کې د چیغو طوفان راپاڅولی دی.

د کابل تنکیو ګلانو!

که زما د موټربم له ګوزاره په ماتو ښیښو مو د پستو لاسونو خروکي اوښتي وي. سرسري ټپيان شوي یاست او درد مو حس کړی وي. نو ما معذور وګڼئ. ما وبخښئ. په لوی رب قسم خورم چې ستاسو په نازک بدن مې د ګلاب اغزی هم نه دی پیرزو، ، ، خو څنګه وکړم. ماته د متعال رب له لوري یو خورا دروند مسؤلیت را په غاړه شوی او د یوې خوا درنې، نامتوازنې او پیچلې مبارزې پیټی مې په اوږه دی.

د کابل زخمي ماشومانو!

زه طالب یم، هغه طالب چې کله تاسو دنیا ته راغلاست ما درته په غوږ کې اذان وکړ. د متدین بختور ژوند زیری مې درباندې وکړ، اسلامي نوم مې درته خوښ کړ. په مسجد کې مې الف با او قران در زده کړ. متعال رب ته د قیام او سجدې تعلیم مې درکړ او ستاسو د تلپاتې سعادت لپاره مې له هیڅ خدمته مخ ونه ګرځاوه.

زه چې ستاسو د دنیوي او اخروي سعادت ارمانجن وم. ما چې ستاسو دنیکبختۍ لپاره له هیڅ راز ایثار او فداکارۍ مخ نه ګرځاوه. آیا زړه ته مو لویږي چې زه به ستاسو دښمن شوی یم. ستاسو د وژلو او زخمي کولو هڅه به کوم او په تاسو به بریدونه کوم؟؟؟؟؟؟؟  کلا وحاشا، هیڅکله نه، هيڅ امکان نلري. لا قدرالله . . .

د کابل معصومو طفلکانو !

خبره دا ده چې زموږ او ستاسو په هیواد د بي دینه صلیبیانو لخوا یرغل شوی. هغوی دلته د ځان په شان بې دینه ګوډاګیان روزلي. ټول تمرکز یې په دې دی چې زموږ دغه اسلامي هیواد، دغه د بي دینۍ په عصر کې د دیانت جزیره او دغه د عالمګیر کفر په وړاندې وروستی سنګر هم تر خپل تسلط لاندې راولي. اشغالګر او ګوډاګیان یې درګرده زموږ مقدسات توهینوي. په ښارونو کې شرعي حجاب او مسنونه پګړۍ په دار ځوړندوي او په کلیو کې د قرآن د حافظانو له نوراني سینو د ایم فور ټوپکو مرمۍ باسي.

د کابل ماشومانو!

ستاسو په ښار کې یوه وداني ده چې دفاع وزارت یې بولي. دغه وزارت بیلابیل تشکیلات لري چې یوه برخه یې هم چاپه وهونکي او د شپنیو عملیاتو ترسره کووونکي دي. دغه خلک تش په نوم او شکل انسانان دي. نور نو تر وحشي ځناورو هم وحشیان او بې رحمه دي. تاسو به شاید نه خبریږئ. خو د دفاع وزارت دغه بې رحمه قاتلان شپه ورځ په لرې پرتو سیمو، ولسوالیو او کلیو کې د بې ګناه مسلمانانو په وژلو، تعذیب ، توهین او لوټمارۍ بوخت دي.

د دفاع وزارت دغه چاپه ماران دومره بې رحمه دي. چې نه د خدای روی مني، نه یې په قرآن مخ ګرځي. نه د انساني عاطفې احساس ورسره شته او نه له خدای او مخلوقه شرم او باک احساسوي. بس په توره شپه په بې دفاع کلیو هجوم وروړي او چې څه یې وکړل هغه یې وکړل. ستاسو په شان کوچني ماشومان په زانګوګانو کې وژني. د میندو اولادونه یې د سترګو په وړاندې چارماري کوي. تنکي تنکي ځوانان په ډزو غلبیلوي،حتی په بې وسه تورسرو هم رحم نه کوي او در ګرده ودانې مینې میراتوي.

د کابل نازولیو ماشومانو!

تاسو خو بختور یاست. لا مو له چاودنې په ماتو ښیښو لاس نه وي خوږ شوی چې بیا تر روغتونه رسول شوي او انځورونه مو د نړیوالو رسنیو سرټکی وي. له یوناما او ملل متحد ونیسه د درستې نړۍ تر  ولسمشرانو او د بشري حقوقو د څار سازمانونو پورې ټول مو همدردۍ ته را دانګي. رسنۍ مو انځورونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي او په دې ډول مو په نړیوالو تقسیم شوی غم په خپلوانو او کورنیو سپک شي.

خو های افسوس، ستاسو د هغو هم عمره کلیوالو ماشومانو په حال چې په توره شپه د خوب په بستر کې په مرمیو غلبیل، په سبا په یو ګمنام قبر کې پرې خاورې امبار او په دې ډول یې د ژوند داستان تېر او هېر شي.

هغه زرګونه ماشومان چې د بمبارونو، چاپو، ډرون بریدونو، د هاوان ډزو او قصدي عاموژنو له امله یې د ژوند ډیوې ګل شوي دي. د هغوی څیرې د هیچا په یاد نه دي. د هغوی د قتل عام خبر په هیڅ رسنۍ کې نه دی راغلی. د هغوی درد د هیڅ بشرپال انسان زړه نه دی ریږدولی او د هغوی د غم او ماتم دروند پیټی یوازې د هغوی د میندو په بې سیکه زړونو امبار پاته دی.

د کابل ګلالیو ماشومانو!

په یاد ولرئ چې د دفاع وزارت د قاتلانو لخوا وژل کیدونکي دغه ستاسو هم عمره سپیره، ګریوان شلیدلي او چاودې پښې ماشومان هم د رب تعالی بندګان دي. ستاسو په شان مور او پلار لري، پر قتل یې الله تعالی ناراضه کیږي او له قاتلانو انتقام یې د هر مسلمان وظیفه ده. دا چې دغو قاتلانو په کابل ښار کې ځالې کړي، له ټول زغم او حوصلې سره سره بیا هم مجبوریږم چې دغو بې درده قاتلانو ته حد اقل درد وروڅکم. که څه هم ډیر ځله ستاسو ماشومانو په شان د بې ګناه وګړو احتمالي مرګ ژوبله مې له انتقامي عملیاتو راګرځوي. خو چې کله د یوه مناسب برید فرصت په لاس راځي نو د عملیاتو ځنډول راته ګناه ښکاري. نننی برید همداسې یو برید و، که څه هم چارواکو خپل تلفات پټ کړل. خو کره معلومات دا دي چې په دې برید کې تر ۵۰ تنو زیات د اولس قاتلان دخپل عمل په سزا رسیدلي دي. و الحمد الله

د کابل ګلالیو ماشومانو!

باور ولرئ چې ستاسو د یو څاڅکې وینې بهیدل راباندې د اسمان چپه کیدلو په شان درانه تمامیږي. خو که دغه چاپه وهونکي قاتلان د خپلو اعمالو سزا ونه ګوري نو د هیواد د زرګونو ماشومانو وینې به همداسې ناترسه بهیږي. همداسې به یې په معصومو اجسادو هدیرې ډکیږي او د ژوند هیلې به یې نامراده کیږي.

بله دا چې که دغه بې دینه اشغالګر او ګوډاګیان یې همداسې ارام پریښودل شي، نو د دې هیواد راتلونکی تباه او برباد دی. دوی به د خپلو نورو مستعمراتو غوندې دلته هم د بي دینۍ فرهنګ تعمیم کړي. تاسو به د متعال رب تعالی پر ځای د طاغوت بندګۍ ته رابلل کیږئ. تاسو ته به له انسانیت څخه د تيښتې او په حیوانیت کې د غوپه کیدلو تعلیم درکول کیږي او پر الهي تخلیق د ایمان پر ځای به  له بیزوګانو څخه د پیدایښت باور درته تلقینیږي.

نو د هغه تلپاتې زوال او شقاوت په نسبت به دا اسانه وي چې څه موده د کفر او بي دینۍ په وړاندې روانه جهاد را سره وزغمئ. موږ په خپل ناصر او متعال رب باور لرو، چې زموږ د زرګونو شهیدانو په خاص ډول د معصومو اطفالو وینې به نه ضائع کوي. د همدې وینو، سلګیو او دردونو په روی به الله تعالی په دې اسلامي خاوره رڼا راولي. ستاسو زخمي لاسونه به شفا مومي او د یوه متدین، خپلواک او باسعادته ژوند زرین دوران به پیلیږي.

ان شاءالله

و ما ذلک علی الله بعزیز

لیکنه زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

چی ځینی لویان دی پدې انګریزی- پاکستانی- امریکائی ادبیاتو تېر ایستی دی درته کفایت کوی خو ماشومان ستاسی د ماشومانه توجیهاتو او بیاناتو د ښکار د ساحی څخه بهر او ستاسی فکری- عقیدتی- وسله وال دریځ ورته د درک وړ نه دی. نن ستاسی کوم فکری انډیوال د افغان جرمن په وبسایټ کی ځینی ځوروونکی او خواشینوونکی مستند ارقام لیکلی وه، دا ورور ( چی ښه مؤمن کس هم دی) زموږ په هیواد کی د نشه ای توکو او لوږی او قحطی او همدارنګه د فحشاء د مرکزونو د آزاد فعالیت په هکله د افغان انسان د قربانیو په هکله… نور لوستل »

ناشنا

ګران غ. حضرت صاحب اسلام علیکم: ګرانه ستاسو تبصره می ولوستل، خدای سته چی زړه می مات سوځکه ستاسوپه تبصره کښی یوازی کینه معلومیدل نه داچی تحلیل مو کړیدی. ګرانه د تاریخ زرینی پاڼی د دزیاتو حماسو، ثبوتونو، پیښو او انقلابونوډکی دی چی دهرڅه ترشا نوررمزونه هم لری. ګرانه تاسو لږ په پراخه سینه او حوصله مطالعه وکړی او درک کړی چی نن پدی ملک کښی څه روان دی. تاسو یو اړخزه قضاوت مه کوی اوچاته مه وایاست چی ددی پرځای هغه او دغه ولی نه کوی. که تاسو د هغه او دغه دله منځه وړلو لپاره غوښته کوی نو… نور لوستل »

محمد کبیر(اندرابی )

هوالله
ای دروغجن ظالم طالبه دروغ مه وایه
تاسی ظالمان یاست نور حه په لاس می نشه خو دومره درته وایمه جه خدای قدیر زمونز دوینو انتقام له تاسی سره واخلی
ای ظالم طالبه چی د پردیو په دهل مستانه گدیژی ترکومه ترکومه
داسی فکر کوم چی تاسی سره دا دول تفکر شته او وی حومره کسان چی په کابل اویا نورو شارونو چی ژوند کوی تول مباح الدم دی که نه نو دا ظلم چی تاسی وکره په دی ملک ساری نه لری حنگه تاسی ایمان اجازه ورکوله
نو داسی پیامونه خپل حان سره وساته

محمد خالد

بزرگوارم پیام تسلیت امیز شما که به اطفال معصوم وبیگناه قربانی شده این سرزمین ارسال شده دردی را مداوا میکند (اول) (دوم) اینکه شما این عمل ناجایز خودرا جنبه شرعی وانجام مسولیت دربرابر امرپرودگار توجه مینمایید.سخن دراین هست که ایا ریخناندن خون اطفال معصوم بیگناهان ریش سفیدان به اینگونه قساوت وبی رحمی وبا این پیمانه باروت که شما برسر این ملت مظلوم وفقیر ودربدر استعمال نمودید اسلام را خو بجا بیگذار کدام دین کدام ایین انسانیت قبولدار این گونه بی رحمی میباشد درقاموس اسلام اینگون ظلم بی رحمی شقاوت .کشتار بی رحمانه مثله سربریدن را خو اجازه نمیدهد مگر برای… نور لوستل »

کابل .ماشوم.

سلامونه دا چه دومره اوږ بیان لیلکل د زده دی.نو دا به دا هم خامخا لوستلی وه چه. رسول الله ص د دین تبلیغ لپاره طایف ته لاړ.او د طایف خلکو ماشومان ورپسی تحریک کړل.او ماشومانو رسول الله ص د تیږو په ګزارو سره دومره زخمی کړچه د پښو پاڼی یی د وینو ډکی شوی. د زخمی توب حالت کی هم رسول الله ص د ماشومانو ته ښیرا ونه کړه.حالانکه هغوی د کفارو اولاده هم وه. نو زه خو مسلمان پلار نیکه ټوله پښتوانه می مسلمانه ،نو په کوم دین؟.په کوم مذهب؟،دا دا ظلم راسره وکړ؟ اوس د چه ظلم… نور لوستل »

جميل

محترم افغان صاحب السلام عليکم ورحمته الله و برکاته ستاسو خبری او احساس هغه درک کولای شی چی تبعيض نه پيژنی او ټوله مسلمانان په تيره بيا ټوله افغانان ورته يو وښکاری که کليوالی وی او که ښاری ، د هغو کليوالی سيمو د ظلمونو يادونه چی تاسو کړی تر هغه ډير ظلمونه غاصب کفارواو منافقو غلامانو تر سره کړی خو ړانده يی نشی ليدلای نه يی کاڼه اوريدلای شی او نه يی هم ګنګيان بيانولای شی . هغه چی په مسلمان ، موئمن او مجاهد پسی يی څراغ را اخيستی وی او تجسس پکی کوی چی عيبونه يی بيان… نور لوستل »

اجمل

هغه د سعدی (رح) شعر دی په پارسی کی چی وایی: بنی آدم اعضای یکدیګر اند که در آفرنیش ز یک ګوهر اند چو عضوی بدرد آورد روزګار، دیګر عضوها را نماند بر قرار تو ګز محنت دیګران بیغمی، نشاید که نامت نهند آدمی بی احساسه انسان څخه ځناور ښه دی. زمونږ ماشومان دواړه وژنی هم طالب او هم حکومت او امریکایان. هغه وینی چی د کابل د ماشومانو په سر راماتی وې دا په کوم اسلام کی دی؟ او هغه وژنه چی په وردګو وشوه او تنکی ماشومان یی تر خاورو لاندی کړل دا په کوم کتاب کی دی؟… نور لوستل »

هدی

طالبه ورورکه! ماشومانو ته ستاسي د پېغام په لوستلو سره مي سترګي د اوښکو ډکي سوې . چي ولي لوی څښتن موږ داسي یو حالت ته را ایستلی یو، چي په هر حالت کي یوازي موږ سوځو ؟ په تاسي کي هغه ډلي چي په رشتیا د اسلام او دین د پلي کولو او د هیواد آزادولو او د فساد او فحشا د له منځه وړلو لپاره جنګیږي او د کفر له منځه وړل یې موخه ده، هغو ته دی لوی څښتن په دې لار کي توفق ورکړي. ځکه موخه یې پاکه ده او نیت یې څرګند دی. خو یو… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx