شعـــــرونه

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده

فاروق فردا

زموږ غوږونو نور شپېلۍ کړي ټپ شوي دي او،

چې لا د تالندو غږ هم نه آورو.

که چېرې پرې یې کړو رښتیا د ځاړومبي پر ایښودلو هم والله که ارزي،

لکه شپږمې ګوتې ،

راپورې هسې نښتي.

سترګې مو هم ړندې دي،

که نه د چا دغه وینا به مو لوستلي او بچو ته هم ښوولي وای چې، دا ښکلې ده:

ډنګره سوله ترتودې جګړې خورا ښکلې ده.

«»«»«»

جګړه د ژوند دپرښتې پر لمن اور لګوي

جګړه ځنګل سکڼوي

د شپول پر غاړو د غاټولو ،

دټوکولو پر ځای،

داور د څڼو د لوګو تورو غونډارو ته ځوزان وچوي،

را لنډوی د مرګ او وینو واټن.

خو ژوندون ښکلی دی ، وطن ښکلی دی

او د وطن سره مې هم ټوله دنیا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

جګړه زموږه د تنکیو ماشومانو او نیمزالو پېغلو،

د ابلو شونډو پر موسکا د اور سپرغۍ وروي

او د بوډۍ ټال له رنګینو بیاستو،

ورته دمرګ او وېرو ټال راباسی.
«»«»«»

جګړه دژوند د څڅېدلو وینو،

د سرو نیمزالو بوړبوکو د شمالونو،بوړبوړکه ده چې،

ژوندون له ستوني نیسي،

سپېدو ته اور آچوي

سهار پرکاڼو ولي.

دسیند په رګ کې ځغلوي د ژوبل مرګ ځګونه.

جګړه یو تریخ لوګی دی،

چې په سپېڅلو ټټرونو کې نري رنځ غوندې ،

غوټه کوي ټوخلي ،

او پر رڼو سترګو تیارې راولي.

جګړه بد رنګه ده، بد مرغه ،بد شګومه ده خو،

لمر سپېڅلی ، ستوري ښکلي او رڼا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»
سوله…،

سوله زموږه د ګاونډ د یو وزري بزګر،

شین او زرغون فصل دی.

چې خپله ښځُه یې په طمع کینولې ،سږ کال :

دخپل بیفار بزاز دسود پېسې چې پرې کړي، ورنه ،

د لمن دار کمیس دپاره، یې دخوښې (اوچکان) رانیسي.

نوې کمیس ته د بچو د مور خندا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

جګړه، رڼا دغره پر سر په تورو تیګو ولي،

او له رګ رګ نه یې ځلا را زبېښي.

جګړه دلمر پر پښو لاسونو اتکړۍ آچوي

ټپ ټپ بدن یې د شفق له زرندۍ نه تاوه وي په الواني کفن کې.

څو تر سهاره ستورو،

دکوم مړژواند په امامت دشهید لمر د خنداګانو جنازې دپاره ،

پر خپلو اوښکو اودسونه وکړي.
«»«»«»«»

جګړه دکونډې د ورغویو د تڼاکو پتري،

پر غنم لو چې یې خاشې د طلایي وډونو

د ژوندۍ وینې پر تودو څاڅکو له تندې ژاړي ، سا ورکوي.

پېدا به نشي داسې څوک چې یو ځل ووايي، ژړا ښکلې ده ،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

جګړه … ،

یو نړېدلی کابل،

او د دنیا د اسلامي ثقافت،

دکلیلې او د دِمنې دژباړې

او هم د سترې شهنامې د زېږون ،

د ستر روڼاند سنايي،

د اندو ژوند تل ځلېدلی ځانګو،

لولپه شوی غزني.

ایرې ایرې ننګرهار.

جګړه ستي هلمند دی،

جګړه د ناوې او دژڼ

ورا او واده کې زموږ،

دکلیوالو د خوښیو جنازو ته هک حیران اروزګان.

جګړه، دتوپ لوګجنو ډزو د لمبو پر وړاندې،

رانړېدلی بودا،

او سوځېدلی بامیان.

دارغوان او انګورو د زرغون لمن په اور کې سوځېدلی پروان،

او په هستیو کې له ولږې نه بې حاله بدخشان او واخان.

دتاریخی تخارستان او د فاریاب د غنمرنګ ناموس لمنې باندې،

دنجابت د دښمن،

ملا لنډی وي چې پر دین او قرآن ډیل نه دی.

جګړه، دغم پر ټغر ،

ناست هزاره دوطن،

جګړه وریت شوی تاجیک،

د اور لمبو کې سوځېدلی ازبک

اور کې پېدا ،اور کې را لوې اور کې مړ شوی پښتون.

سولې ته اړیو خدایه ، دې کې ستا رضا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»«»

سوله …

دپنځونې دښکلاوو ده ستاینده کنډه

سوله نږه خندا ده،

چې په هر کړس کې ترنګوي بلاربو شېبو ته دشنو هیلو دزېږون سندرې،

څوک پر دې نه پوهېږي؟

چې د ماشوم د آرزو ګانو د وغ وغ دچغو سا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا شکلې ده.
«»«»«»
سوله د ژوند د پرښتې ځولۍ ده

چې د دنیا د ښکلو ښکلو ښکلي

غاړې غړئ دي پکې

او دلمنې له ريښکو نه شنې وږمې خپروي.

خو جګړه ټول ،

له یوې مخې سره وشړتوي،

ځکه له دې بېرېږي

چې دا نورسې هیلې ،

پر ځان به وګرځي او چټې به شي ، مستې به شي

پر اور او وینو به د شنو پسرلو،

دموسکا څاڅکي به بیا شړکنده کړي

او هر څوک وایي به چې:

جګړه بد رنګه ده، دمینې شنه موسکا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

جګړه ګوګل ځنې په مُوټ لاسونو،

راباسي پوړه زړونه،

باوله کوي ان په سرونو کې رغدۍ اندونه

ورته پر پرله وي اوښتی د هر چا انګېر او،

خو جګړه وباټېږي،

او دغضب ججوره وپړسوي
«»«»«»«»
جګړه …،

دغره له شونډو ځنې،

د ستړي لمر د جام ګردونه څنډي،

زندۍ کوي د سره شفق پر لمن ،

د لمرپه غېږ کې د نیمزالو رڼا ګانو د خندا بڅرکي،

او جنازو ته یې بیا

د تور ماښام پر مصلی د تورو ورېځو پاغندې رابولي .

«»«»«»«»
جګړه …،

چجه کې ناستې توتکی ته ،د هیبت ججوره و پړسوي

خو توتکۍ نحیفې ځاندرې سره

د سپېدو مخ نه د وزر لمن کې

را ټولوي د پسرلو دزېري

د شنې خندا له څنډې

د ټوکېدلي سا انځور پنځوي،

او د زرغون فصل د شنه وږم له لپو څخه

د تنکو څانګو پر لمنو باندې

د بلاربې توب د جاج خنداوي وښندي،

او دساړه ژمي بې زغمه نظر،

کړي اپوټه د سهار څرکه پورې.
«»«»
سوله د چکې نجلۍ،

د اوربل ګل چې یې د ژن د شوپرو سترګو دنظر ګام پر وږمو رانغاړي،

را بېلوي ترې یوه تړانګه د ټټر تر بڼه.

دچټې پيغلې،

د ګریوانه له ریښکو،

په څرزو سترګو تماشا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»
سوله د سیند رګ ته ور ننوځي

دلمر له څرکه یې څپې کړي بلاربې،

له مخ یې څنډي د باروتو خیري،

دشنه اسمان لمن ته ،

تر څکېدلو لکه مور چې پر زنګون وي آچولی ماشوم،

دڅپو تږیو تږیو غړانګو ته د نوي ژوندون تی ورکوي،

څو پارېدلي آوازونو یې سړې سړې نغمې تودې کړي،

او یو ځل بیا پر شنډې غېږې کې دلمر پر پيڅکې ،

پردېس کبانو طلایي چیچيان پر شنو هیندارو وڅښوي.

سترګې د سیند رڼې شي

اسمان په غیږه کې را و نیسي او وویني چې،

ستوري دي ښکلي او سبا ښکلې ده.

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

جګړه …

خړ تره غونی ماښام

ستوري پر لپو د شفق له چړې

راتېروي د شپې د پړو،تنستې پر ازمېیل شوي څورې،

ورته په غاړو کې زندۍ آچوي

لتاړوي یې د شېبو دڅاکو څاڅکو برخلیک.
«»«»«»
جګړه …

د ځوان شهید پر تندۍ

د وینو اور دی چې د بورو میندو

د لولپه وو ټټرونو پورې لارې باسي.

چا وې جګړه ښکلې ده.؟

چا وې چې مرګ ښکلی دی؟

چا وې هېواد کې مو د غم پر ټغر.

بورو میندو، واویلا ښکلې ده؟

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»«
سوله دناوې پر ورغوي د نکریزو د خندا پړقونه

او د شاوو دلونګۍ،

هسکه شمله ده چې پر سرې کلاباتونې خولۍ سېوری کوي.

سوله ډولۍ ،سوله زانګو د ډولۍ،

سوله ولس دی چې جَنې یې دی نیولی پر اوږو او دخپل ژڼ مین ګامونو آزانګو ته دچار یار چاریار نارې خپروي.

سوله سندره ده ، چاربیته ،بګتۍ ده یاقربان او یله زار دی چې د زړونو پورې لارې باسي،

پکې د چا د نامه

دښکلیو تورو زمزمې خپريږي…،

د سویو غړانګو انګازې یې داسمان پر لمن ستوري شیندي …

شتۍ کوي دښکلا ګانو څلوریزي ، دوبیتې او رباعي او لنډۍ.

په ښکلې کلي کې واده ښکلی دی

او په واده کې د ولس دیاچاریار غږونه ښکلي دي او،

د ښکلې ناوې پر لاسونو دنکریزو ايښودلو په پار،

چې لاسپېدې هم غوړېدلي نه وي،

د خوېندو مېندو ګڼه ګوڼې سره ورا ښکلې ده،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»«»

جګړه…

دتورو ورېځو کېږدۍ،

چئ پکې شپه تیره کوې پڅې چړې د تیارو

او تو کوي له شواړې خولې نه یې نا شپېړه سپوږمۍ.

د رڼاګانو ناوې،

لکه سپېداره یې پر مخ رپېږي،

له ډېرې وېرې نه مښوکه څڼي،

او بس د ورېځو د تیارو له رنجو،

پخپلو سترګو د کنګلو سلایي را کاږي،

لمر نه ډارېږي چې یې بلاربه نه کړي،

لکه یتیمې او بې کسې بس د ځان سره لګیا وي مرکونډي ماتوي

تیارې بلوسېږي ورته

او دا دخپلې سا بوڅخه کېږدي د سر لاندې د ستړي خوب په طمه ورنه هېره شې د ژوند او د خندا کرواړي.
«»«»«»«»
جګړه …

یوه دهیبت چغه ده ،

ورته د ټولو غوني زیږ وي او ډاډه یې څوک پر لارې تېرېدلای نه شي.

دا دهر چا په زړه کې ،

چې پکښې ښکېل دی که نه!

د بلهارن د خرخښې زړي بې وتره شیندي.
«»«»«»«»
سوله…،

ورېځې کړي ګورې او له بلاربې سپوږمۍ

غوټۍ غوټۍ را زېږوي د بارانونو څاڅکي

ورسره مینځې د چینو،وچې تبجنې سترګې

هغوویالو کې چې تر اوسه وې د وینو ډنډ ګي

دلمر په لپو دسپرلو د شنو خندا بهوي

او د هیلۍ وړو کورکوړو ته لمبا زده کوي.

په شنو ویالو کې د کور کوړو مستي،

چې څومره ښکلې ده همدومره یې لمبا ښکلې ده ،

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»
سوله …،

له مازیګره لمر پر ولو ګرځوي ، تر تره غوني ماښام،

او ځغلوي یې د شپې،

تر شنه سهاره دتیارو په رګ کې.

دشنه اسمان پر لمن ،

ټومبي د ستورو پاولي

د سیند څپو نه د سپوږمۍ د سینګارونو شنه هینداره باسي.

سوله دخدای د جنت،

دښکلیو ښکلیو پرښتو ښاپېرۍ،

چې د بدن له هر اندامه یې بهېږي د اوبو او دشیدو اود شرابو ویالې،

نو څنګه ونه وایو،

چئ سوله ښکلې ده او ،

سولې ته هم د خدای د ګڼو پرښتو ګډه نڅا ښکلې ده

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده
«»«»«»
سوله…،

د ونې لاندې دماشومې نجلۍ

دخوب شېبې دي چې کرار کراره،

دمور د شنه غږ د للو پر بیاستو ،

دځړېدلي ځانګو،

دشمال څڼو څخه،

د بوډۍ ټال جوړوي.

سوله ، د خدای د رڼاګانو د حضور نښه ده،

چې وتروي زموږ د سویو احساساتو په شدیارو د ژوندون کیلوړي

هلته د زړونو ارتو دښتو څخه

راټولوي دسرابونو له درزا نه دفریب خرمهرې

او پر هر ګام یې غوړوي د شنو کبلو لوپټې دسرو غاټولو دخندا لوڼو ته.

جګړه که نه وې، د غاټولو سره خندا ښکلې ده

ډنګره سوله تر تودې جکړې خورا ښکلې ده.
«»«»«»

سوله د بورې میندې

پر لمن بیا را زېږوي د ارمانونو بچي،

سوله دکونډو پر سرونو غوړوي ورېښمینو هیلو ته زرغون شالونه

سوله د هر یتیم پر وچو او تبجنو شونډو،

انځوروي د خندا ستر باغونه،

را هڅوي یې دې ته

چې د قاتل ټوپک داور په جل وهلي خولې کې،

دګلبڼونو د ښکلا اوبه ور وڅڅوي،ووایي بیا

چې څوک له دې زیاتي د سر په کودي ونه لګي

هېڅوک په وینو کې نور ونه رغړي ،

څو چې په هر اختر کې،

زموږه هم، نوي نوزې جامې وي

او ورته ووایي چې،

خدای دې خبره بیا انجړه نه کړي.

زموږ د شهید ابا له هیلو یوه دا ښکلې ده

دڼګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x