شعـــــرونه

محراب ړنګ شو او منبر دی وينې وينې

مسرور درمل

د غلام او ‌د بادار وحشي بمبار کې
محراب ړنګ شو او منبر دی وينې وينې

کتابونه او قرآن شول پاڼې پاڼې
چنار ژاړي او ګودر دی وينې وينې

درنه غواړو به حساب چې طالب راشي
دا سلګۍ او دا آهونه هسې ندي

ستا بچي به غرقوي توندو څپو کې
د سرو وينو سېلابونه هسې ندي

د معصومو او تنکيو ماشومانو
سپارې درته ښېرې کوي غلامه!

په دنيا به په عذاب کې مبتلا شې
مدرسې درته ښېرې کوي غلامه!

د ګلاب په پاڼو ښخ ظالم خنجر شو
هره تیږه د طالب په وينو سره ده

پرهرونه، ژړاګانې او دردونه
دا زما د مسلمان وطن کیسه ده

د ډالرو په نشه مسته ليکواله
مسلمان یې إسلاميت ته لږ پام وکړه!

په دې سترو وحشتونو ولې چوپ یې
در له غاړې مسئولیت ته لږ پام وکړه

د درمل د قلم اوښکې درته توی شوې
په کاغذ یې دا زخمي داستان ليکلی

ماشومان مو هم غربیانو دي روزلي
څوک پيشو ليکي چا لوی حیوان ليکلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x