افغانستان

د جرمني او قطر په کوربتوب د راتلونکې بین الافغاني ناستې نېټه په ډاګه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د جرمني هیواد ځانګړی استازی «مارکس پوتزل» وایي، د راتلونکې میاشتې په ۷ او ۸ نېټه له قطر سره په ګډه د بین الافغاني مذاکراتو ناسته جوړوي.

د مارکس پوتزول له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د افغانستان د سولې د هڅو په دوام جرمني او قطر په ګډه د راتلونکې جولای میاشتې په اوومه او اتمه نېټه باندې په دوحه کې بین الافغاني ناسته رابولي».

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « افغانستان له یوه حساس پړاو  او د سولې په برخه کې له فرصتونو د ډکې شېبې له څنګه تېرېږي، دې هدف ته د رسېدو په برخه کې یو اړین ګام د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې دي، یوازې افغانان کولای شي د خپل راتلونکې په اړه پریکړه وکړي او فرصتونه او انتخابونه واضح کړي او ددې هدفونو د پوره کولو لپاره د افغانانو تر منځ مخامخ ناسته ډېره اړینه برېښي».

د خبرپاڼې له مخې، جرمني او قطر په ګډه د همدې غونډې ګډونوالو ته بلنه ورکړې، په دې غونډه کې ټول ګډونوال به  یوازې د خپل ځان په استازیتوب او له نورو سره په برابر ډول ګډون کوي، جرمني او قطر هیله لري چې دا ناسته به په افغانستان کې د پراخ نفوذ لرونکو جهتونو تر منځ د باور فضا رامنځته کړي او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره به د یو اړین ګام حیثیت غوره کړي.

جرمني او قطر داسې مهال د افغان سولې په تړاو د حکومت د رسمي استازو له شتون پرته د افغان ټولنې د متنفذینو او سیاستوالو غونډه رابولي، چې ګډ حکومت تمه درلوده په دې ناسته کې به یې طالبان ومني او خبرې به ورسره وکړي،  تېره ورځ د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند « صبغت الله احمدي» وویل « تمه ده په راتلونکو دوو اونیو کې د جرمني په کوربتوب د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریت د استازو تر منځ مخامخ خبرې وشي».

د جرمني او قطر له لوري په ګډه رابلل کېدونکې ناسته چې له زیاتې مودې ورته هلې ځلې کېدې، د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له لوري څوک چې دا مهال له طالبانو سره د مذاکراتو مېز ته ناست دی ستایل شوې.

نوموړي بین الافغاني خبرې یو اړین ګام او د سولې د بهیر د بشپړولو لپاره مهمې بللې او په وینا يې، د یو بل زغمل، اجماع ته  د رسېدلو په لار کې هڅه او له زور پرته د سیاسي اختلافونو حل کول هغه څه دي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو له تراژېدۍ یې باید زده کړو، زه ټولو ګډونوالو ته بریا غواړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ronagul Aryobsei

اوس اوس دومره ویلی شم چې دسولې په موخه دمخالفو افغاني اړخونو تر منځ خبرې یو نیک او اړین ګام دی چې دافغان ولس د ډیر ستر اکثریت له خوا به يې هرکلی او ملا تړ وشي.ټولو ګډون کوونکو ته دلوی پروردګارنه توفیق غواړم چې هلې خلې يې په هیواد کې دعادلانه او دایمي سولې په راوستو پای ته ورسیږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x