
شاهين: افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش خبرې روانې دي «مرکه»
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغان کشالې د حل په موخه د قطر پلازمينه دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ اووم پړاو مذاکرات روان دي او تمه کيږي چې دواړه لوري يوې موافقې ته سره نژدې شي.
د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين له نن ټکي اسيا سره په تازه مرکه کې د مذاکراتو د روان بهير په اړه غږېدلی دی او ويلي يې دي چې په دې پړاو کې هم له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش او د طالبانو له لوري له افغان خاورې څخه امريکا ته د نه ګواښ پېښېدلو په اړه ضمانت ورکولو باندې بحث کيږي خو تر اوسه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش برابر شوی نه دی.
شاهين ويلي چې د دوی غوښتنه داده چې څومره ژر کېدلی شي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو په دې اړه تر اوسه کومه نهايي پريکړه نه ده شوې.
هغه ويلی چې له امريکايانو سره د مذاکراتو له نهايي کېدو وروسته به د نړيوالو شاهدانو په حضور کې د سولې ګډه اعلاميه اعلانوي.
هغه په مذاکراتي بهير کې د ملا عبدالغني برادر د ګډون په اړه وويل چې نوموړی له مذاکراتي ټيم سره په مذاکراتو کې ګډون نه لري خو د ځينو مسايلو په اړه ورسره مشورې کيږي او د هغوی مرسته او هدايات اخيستل کيږي.
د نوموړي بشپړه مرکه دلته اورېدلی شي.
ویل کیږې چې طالبان له امریکا سره پر دې خبره صلاح شوې دې چې د افغانستان په قلمرو کې طالب چې څه کول له افغانانو سره هغه به ترهګرې نه شمیرل کیږې، له ډیر وخت وروسته طالب بالاخره د خپل اسلام کش جهاد فتوا له امریکا څخه هم تر لاسه کړه
امریکایانو سره د سولی تړون کوو خو افغانانو وژنو.