شعـــــرونه

غزل؛ اسرار عمر

اسرار عمر

زخمي زخمي پرهر پرهر بیماره جنازه
د زړه مې له وجود وځي نګاره جنازه

د ګردو ښایستونو درته ټیټ شولو سرونه
د ګردو ښایستو دې وکړه یاره جنازه

ای یو ماښام به راشي ای قسم ده بیا به ګورو
کوم به دې ماښام کې انتظاره جنازه

د کلي په دې لاره باندې نه ځمه ډارېږم
وتلې د لالي په دغه لاره جنازه

په زړونو چې مات مات یو او ښه ورځ لیدلی نشو
وتلې ده د مینې له دې ښاره جنازه

چې دلته به تل ناست وم انتظار د چا لپاره
نن ومې کړه د هغه چا چناره جنازه

دا دلته دښمنان د ګلو څومره دي لالیه
په غېږ کې دې پرته ده بیا سهاره جنازه

په فصل د خزان مو د ژوندون پاڼې شوې زېړې
نور راشه خیر؛ نور ویې کړه بهاره جنازه

ځار بیا دې مهاجرې اوښکې کډه کړي ګریوان ته
ځار بیا دې د ارمان وځي اسراره جنازه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x