افغانستان

د قوشتیپې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د جوزجان ولایت اړ وند د قوشتيپې ولسوالۍ ودانۍ له ټولو اړوندو برخو سره یو  ځای د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د قوشتېپې ولسوالۍ د نیولو خبر طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر خپور کړی او تر څنګ یې زیاته کړې، چې په ولسوالۍ باندې د برید په پایله کې یې ۱۰ عسکر وژلي، ۲۵ ټپیان دي او ۷۸ نور یې  ژوندي نیولي.

د مجاهد په خبره، د ولسوالۍ له نیولو سره، سره یې زیات شمېر سپکه او درنه وسله، مهمات او عراده جات هم لاس ته ورغلي او د «دښمن» د پټو شویو عسکرو لټون یې روان کړی.

یاده دې وې چې تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د قوشتیپې ولسوالۍ یوازې په یوه اونۍ کې دننه دوهمه ولسوالۍ ده چې له ټولو اړوندو برخو سره یو ځای د طالبانو لاس ته لوېږي، څو ورځې وړاندې طالبانو د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد پښتون

پرون کابل هم فتحه شوی وو په لسګونه کاپر ماشومان قتل او په سلګونو نور کاپر افغانان چې د پنجاب په تور لیست کې درج شوې د پنجاب پیرا ملټرې فورس له لورې خپل انجام ته ورسول شول

حکخوا

د بی زمیر بچی د کابل ماشومان خو به قصدتآ نو او شهیدان خوندی دا به وردگوکی چی یهودانو و غلامانوی شهیدان کری ولی دی زمیر ودو

حکیمي

سر یی وهو سنګر یی نيسو
معروف
ده یک
قوشتیپه
دری ولسوالۍ په دوو ورځوکې

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x