افغانستان

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير متحده عربي اماراتو ته تللی «انځورونه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير یسرائيل کاتز وړمه ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللی او هلته يې د چاپېريال ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو په يوه کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، یسرائيل کاتز ابوظۍ کې د چاپېريال ساتنې کنفرانس کې د ګډون سربېره اماراتي چارواکو سره د اسرائيلو او فلسطينيانو د سولې په موضوع هم خبرې کړي دي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ابوظبۍ کې د شيخ زايد مرکزي جومات کې

ټايمز اف اسرائیل ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي، د دواړو هېوادونو چارواکو په سيمه کې د ګډې همکارۍ او د ایران د ګواښونو پر خلاف د ګډو هڅو په تنظيمولو سلامشورې کړي دي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير په ابوظبۍ کې رسنيو ته وويل: «زه ډېر خوښ او احساساتي يم، چې اماراتي چارواکو سره د خبرو او ګډې همکارۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته راغلی يم.»

https://twitter.com/EmmanuelNahshon/status/1145702890226573312

اسرائيلي رسنۍ وايي، د دواړو هېوادونو چارواکو د سياست، اقتصاد، ټيکنالوجي، کرهنې او انرژي په برخه کې د همکارۍ هوکړه کړې ده.

دا لومړی ځل دی، چې د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير متحده عربي اماراتو ته تللی، چې تېره اوونۍ په بحرين هېواد کې د امریکا په غوښتنه د فلسطين سولې او اقتصادي همکارۍ په اړه ناسته شوې وه.

په دغه ناسته کې د فلسطين چارواکو ګډون نه و کړی او دغه ناسته يې د فلسطينيانو پر ضد او اسرائيلو په ګټه بللې وه، خو بحرين او نورو عربي هېوادونو له فلسطينيانو په ټينګار سره غوښتي، چې د امریکا دغه غوښتنه او اقتصادي همکاري ومني.

د تېر ۲۰۱۸ کال اکتوبر مياشت کې هم د اسرائيلو د عامه اړيکو وزير ایوب قرا د دوبۍ سوداګريز مرکز کې د نړيوالو اړيکو په ناسته کې ګډون کړی و.

د اسرائيلو د سپورټ او کلتور وزير ميري ريګيف ‏د شيخ زاید په مرکزي جومات کې

همدارنګه د تېر کال اکتوبر مياشت کې د اسرائيلو د سپورټ او کلتور وزير ميري ريګيف هم اماراتو ته تللې وه او هلته يې د اماراتو تر ټولو ستر  «شیخ زايد» مرکزي جومات کې په عربي جامو او پړوني کې انځورونه ویستي وو.

د متحده عربي اماراتو سربېره اسرائيلي چارواکي له نورو عربي هېوادونو سره هم اړيکې لري.

تېر کال د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو د عمان د پاچا سلطان قابوس په رسمي بلنه عمان ته تللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x