افغانستان

ټرمپ: په افغانستان کې قوي استخبارات د څار لپاره پرېږدو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل یې هیله ده خو تر څنګ یې اندېښنه هم لري، چې هسې نه افغانستان یو ځل بیا د تروریزم په ځاله بدل شي.

ډونالډ ټرمپ چې له «فاکس نیوز» سره یې خبرې کولې وویل « موږ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د را ایستلو په لټه کې یو خو په افغانستان کې د تروریزم بیا  ځلې راټوکېدلو ته اندېښمن یو او اراده لرو څو قوي استخباراتي جال په افغانستان کې شاته پرېږدو».

ټرمپ زیاته کړه « افغانستان د ترورستانو د خونديتوب او پټېدلو لپاره یو ښه ځای بلل کېدای شي نو له همدې امله باید په پرلپسې ډول وڅارل شي».

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر داسې مهال د خپلو عسکرو تر ایستلو وروسته د استخباراتي جال د غوړولو په فکر کې دی، چې  استازي یې له طالبانو سره ناست دي او د خپلو عسکرو د ایستلو د ژمنې تر څنګ له هغوی څخه د یو امن افغانستان تضمین غواړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې امریکایي چارواکي د خپلو عسکرو د ایستلو تر احتمالي وتلو وروسته په افغانستان کې د پیاوړې څارګرې ادارې د پرېښودلو نیت څرګندوي، تېر میلادي کال هم ټرمپ ورته یو څه ویلي وو، چې په تعقیب یې د هماغه مهال د امریکایي استخباراتو مشرې افغانستان ته سفر کړی وو او دلته یې د ګډ حکومت له مهمو امنیتي چارواکو سره ناستې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد پښتون

دا قوي استخباراتي قوه له طالبانو پرته بل څوک نشې کیدای، په ظاهره سره دوښمنان خو په باطن کې دواړه پاخه یاران په راتلونکې کې هم د افغانانو د وژلو په پراخو پلانونو کې ګډ حرکت سره کولای شې

عبدالمالک همت

محترم ورور پښتون صاحب ګوره خوا به نه بدوئ، دا خبري مو سمي نه دي. له دغو طالبانو پرته خو ما بل څوک (چي د اسلام د پلوۍ او هيواد دوستۍ ايشندي او اورنۍ لافي هم وهي)ونه ليدل چي د اشغالګرو پر ضد دې لس ټکه هم کړي وي. بلکي ټول يې په ملګرتيا او چوپړ کي د آشپزانو غوندي ستړي دي. د طالبانو تر سرو به جاريږو، که دوی نه وای هم به مو هيواد اشغال وای، هم به موږ په دې د خپلواکۍ په مهال کي اسکېرلي مريان وای، هم به مو ننګ او ناموس برباد وای او… نور لوستل »

محمود

لکه څرنګه چې ستاسو حمایه شویو ښه پوره وڅنډلاست ، په راتلونکي کې هم دا اراده درته لري ، چې تاسو ته وایې : ستاسو لپاره موږ کافي یو ، ستاسو په نه شتون کې موږ کار درته کوو ، خو بالمقابل د طالبانو ارادې ته مو هم باید پام وي ، هغوی همیشه د قوي اصلاحاتو خبره کوي ، قوي اصلاحات په دې معنا چې د افغاني او اسلامي ازښتونو خلاف بانډونه به له منځه وي .
ان شاء الله

عبدالمالک همت

حقيقت دادی چي باطل پلوي طواغيت داسي هيڅ نه کوي چي د حق او باطل جګړه دي په ټپه ودريږي، ځکه نو په يو ډول نه يو ډول شرارت ته لاس اچوي. د باطل پالو دې ځانګړني ته په کټو د حق او باطل جګړه تل په يو ډول نه يو ډول روانه وي. خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چي امريکايي طاغوتان په افغانستان کي د سياسيونو په نومونو له شته مخبرانو کار اخلي او که نور نوي جاسوسان هم ورسره يو ځای کوي. په هر صورت زموږ په هيواد کي زموږ د هيواد له اصلي بچيانو څخه… نور لوستل »

احمد

نه ټرمپ يا دا ايماله ستا هغه فاهشه ماينه سره دهغه کسانو چى ستاسو سره فکرى او عملى ملګرى لکه افغان مرتد ګوډاګيان چى په سر کى بى ناموس ګوډاګى اشپز غربى يعنى قاتيل بى شرف مسکين او قاتيل امرالامريکا( دوس امرالله بداخلاقه کونى لغړى او سى اى اى اوله درجه جاسوساو نعلتى وحسى حيوان صفته بى نا موس د سى اى اى اوله درجه بى نا موس جاسوس دلاک او لغړى خرليد (قاتيل خالد موردګو او دوشمن د سولى دشمن د ازادى د اسلامى نظام قاتيل محيب نه نفرتى ګوډاګى داسى څو نورى مزدوران و . . . تا… نور لوستل »

جميل

که ټرمپ پدی پوهيدلای چی هر مسلمان په تيره بيا افغان تر حربی دښمن د جاسوس څخه ډير بد وړی نو دا خبره به يی نه کولای ، ټرمپ احمق لکه چی تراوسه لا افغانان سم ندی پيژندلی او په نورو سرټيټو او مړ سترګو عربو ، عجمو او نورو کفارو بی همتو يی قياسوی .
ټرمپه دا افغانستان دی ، د انګريزانو او روسانو تاريخ ولوله او خپلو بګيلو جنرالانو او د سی آی ای مشرانوته غوږ شه .
افغانان به يو جاسوس چی هغه د سفارت په زيرخانه کی هم پټ وی پرينږدی .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x