
د سعودي پر ابها هوايي ډګر د حوثیانو برید کې نهه کسان ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د يمن حوثي وسلهوالو ملېشو يو ځل بیا د سعودي عربستان العسیر ولايت کې پر ابها هوايي ډګر برید کړی او نهه تنه يې ټپيان کړي دي.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت وايي، په ټپيانو کې اته سعودیان او يو هندي وګړی دی.
د چارواکو په وينا دغه برید د بې پيلوټه الوتکې په مرسته شوی، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
حوثيانو پر ابها هوايي ډګر د برید پړه منلې ده.
د حوثيانو رسمي تلويزون «المثیرة» د دغې ډلې د وياند له قوله ليکلي، چې د سعودي عربستان پر ابها هوايي ډګر يې د بې پيلوټه الوتکې په مرسته توغنديز برید کړی دی.
د سعودي «العربية» تلويزوني شبکې هم پر ابها هوايي ډګر د برید پخلی کړی او زياتوي، چې له برید وروسته د څو ساعتونو لپاره د هوايي ډګر پروازونه ځنډول شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ۲۰۱۵ کال راهيسې په يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد ځمکني او هوايي پيل کړي، خو دغه عمليات لا هم له کومې پایلې پرته روان دی او ډېری قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يمن ملکيان دي.