افغانستان

کابل: معترضو نوماندانو خولې ګنډلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل):په کابل ولایت کې یو شمېر هغو معترضو نوماندانو چې په پارلماني ټاکنو کې یې ماته خوړلې، د حکومت له لوري د غږ نه اورېدو په غبرګون کې یې  د اعتراض په توګه  خپلې خولې ګنډلي.

د غه ناکامې نوماندانې چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې یې ماته خوړلې ارګ ته نږدې په زنبق څلورلارې کې یې خېمه وهلې ادعا  کوي ، چې حق یې ورڅخه اخستل شوی او په ځای یې نورو نوماندانو پارلمان ته لاره موندلي.

دوی له ارګ غواړي څو د حق د اعادې لپاره یې ځانګړې محکمه وټاکي او ددوی رایې بیا ځلې وګوري.

د ارګ تر زنه لاندې ددې معترضو نوماندانو په ناسته که څه هم درې میاشتې اوړي، خو د معترضینو په وینا، له پرلپسې وعدو او ژمنو سره، سره یې بیا هم حق نه دی ورکول شوی.

تېره ورځ ددې  اعتراض یوې ګډونوالې او له ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې «ډېوې نیازۍ» په خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی وو، چې له نورو ملګرو سره به په ګډه د اعتراض په موخه خولې ګنډي.

نن ورځ د معترضو نوماندانو له ډلې یوې بلې مېرمنې «هیله مجبتی» په خپله فسبوک پاڼه د ملګرو داسې انځورونه خپاره کړي چې خولې یې پکې تړلې ښکاري، دوی وایي تر هغې به خپل اعتراض ته دوام ورکړي تر څو یې غږ نه وي اورېدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

اخ د خدای ظالمه اشرف غني ! ستا نورو اسلافو هم ظلمونه کړي، خو ستا د شومي دورې ظلم تر دې کچي ورسېد چي بې چاره ، خو په عين حال کي اتلي او مصممي ښځي د ارګ له ظلمه خپلي نازکي خولې په ستن او تار ګنډي. ولي ظالمه خو ته هم دوی غوندي مېرمن او لوڼي لرې ولي داسي خدای ناترسه يې . سبا که ستا د اولادونو سره دغسي ظلم کيږي ستا به څه حال وي، نو د خدای پر لحاظ دغومره قسي القلبه کېږه مه. د دغو ښځو دغه ستونزه په عادلانه توګه ور حل کړه.

عبدالمالک همت

پر دغو خوندو مي ډېر وژړل او څومره به نورو هم ژړلي وي اشرف غني الله دي تر دې لا بد وژړوه!

حکیمي

دوۍ بې چاره ګانې
خیرنارینه نوماندان خوکه پارلمان ته لاره ونه مومي خوڅوزره ډالره به یې ضایع شوي وي
مګردابې چاره ګۍ نوماندانې دولسمشردسلاکارپه ویناټولې دارګ له جنسي فلتر څخه تېرې شوې دي اواوس ورسره ولسمشر اوټیم یې وعده خلافي کوي
ستاسوحالت دافسوس وړدی

حکیمي

اودې ویشتم پورته دې نه کړم
خلک ویشتلي مارغان ژرپورته کوینه

مجاهد

که دغه میرمنی رښتون افغانی او مسلمانی وی کله به یی ځان د غلامی دندو ته نه نومولو ، په دموکراتیکو مستعمرو کی ټاکنی د خلکو د خطا ایستنی د پاره چه هغه مستعمری خبلواکی وانمود کړی ، هغوی به وکیلان او وزیران جوړیږی چه د اشغالګرو په خوښه وی په دی کی غلام غنی هم څه واک او اختیار نه لری، دغه میرمنی باید خپلی شوندی د الله ج په عبادت کی وخوځوی نه دا چه د غلام وکالت د پاره یی ګنډی کشکی د دی په ځای د ملالی په شان د دفاع د پاره چیلو کی د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x