خبرونه

پوهنې وزارت: په پروني برید کې هیڅ زده کوونکی نه دی وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د پوهنې وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې د طالبانو د پروني برید په پایله کې د زده کوونکو د وژل کېدو ادعا پکې کېده.

د پوهنې وزارت له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د کابل ښار په پروني چاودنه کي د سیمي نژدي ښوونځیو ودانیو د ښیښو ماتیدو له امله یو شمیر زده کوونکي سطحي ټپیان شوي چي اوس مهال يي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « په ټولنیزو پاڼو کي پورته شوي انځور د تیري ورځي د چاودني ندي او په پرونی حمله کې زده کوونکې ندي وژل شوي خپور شوی انځور د هیواد نه بهر د بل هیواد د زده کوونکي دی او په ښکاره ډول د یاد زده کوونکي نوم په عربي ژبه ښکاره او لوستل کيږي .»

پوهنې وزارت همدا راز د عامه اذهانو د سالم پاتې کېدو او اندېښو د رفع کېدو په موخه د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي څو لومړی د پېښې په تړاو بشپړ معلومات تر لاسه کړي او خپرېدونکي انځورونه په دقت وګوري او بیا یې خپاره کړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ طالبانو په کابل کې د دفاع وزارت په لوجستیک ریاست درنه چاودنه وکړه چې له امله یې له ریاست سره په لنډه فاصله کې د عزیر په نوم د یوه خصوصي ښوونځي هیندارې ماتې شوې او زده کوونکي پکې سطحې ټپيان شول.

ځینو رسنیو هماغه مهال د طالبانو په برید کې  زده کوونکو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه له داسې انځورونو سره خپاره کړل چې په بهرنیو هیوادونو کې زده کوونکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په شېبه اخستل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا به حتمآ د طالبانو د پوهنی د وزارت راپور یی. خو مونږ یی کلپونه ولیدل درواغ ولی وایی؟

Naim

نو نور خو خپل غیر اسلامی عمل سنکه خلکو ته جهاد وروښیی. بیا سه وکړه. دواړه جهانه دی زان ته خراب کړل

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x