نادري ناولده

پاکستان هوايي سفرونو کې د نسوارو پر وړلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوانوردۍ ادارې په هوايي سفرونو کې د نسوارو په وړلو بندیز لګولی دی.

یادې ادارې له خوا خپره شوې اعلامیه وايي چې په هوايي سفرونو کې د نسوارو وړل نور جرم دی او په دې تړاو یې د هیواد ټولو هوايي ډګروونو ته خبر ورکړی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې عرب هیوادونو نسوار د نشيي توکو په لست کې داخل کړي دي او تر دې وروسته به دوی هم د هغه مسافرو خلاف جدي اقدام وکړي چې په خپلو بکسونو نسوار وړي.

نسوار په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې خلک په پراخه کچه استفاده کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close