
قسمت؛ سپين کوچی
سپين کوچی
ستا د خوږو سترګو دیدار مې په قسمت کې نه و
همدومره و، نور انتظار مې په قسمت کې نه و
چې ستا د پلوو خاورې یې چاته ورشیندلي پر مخ؟
هغه ګردونه او غبار مې په قسمت کې نه و
دومره بې څوکه وم، نه ښه او نه چا بد یاد کړمه
د چا دعا، د چا ازار مې په قسمت کې نه و
زیړ تښتیدلي رنګ مې وا نخیستو رنګ د ګلاب
خزان،خزان ومه بهار مې په قسمت کې نه و
د تور زندان پر دېوالو مې را کاږلې ګوتې
د رڼو سپینو ستورو شمار مې په قسمت کې نه و
زه چېرته پاتې وم د ژوند، په ستړې ورکه لاره
غر رانه لرې و، او ښار مې په قسمت کې نه و
له داسې چا سره مخ نه شومه چې زړه پرې خوږ شي
د سپین کوچي په څېر سپین یار مې په قسمت کې نه و
سپين کوچی